لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي پنجاب کې یې د ټي ټي پي اؤ القاعده 7 ترهګر نیولي دي


د ترهګرۍ ضد محکمه (سي ټي ډي) وایي د پنجاب صوبې بیلابیلو ښارونو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ د ترهګرو ډلو ټي ټي پي اؤ القاعده 7 ترهګر یې نیولي دي.

د سي ټي ډي ویاند د زیارت په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دا ترهګرو ډلو پرضد دا عملیات دپنجاب راولپینډۍ، ساهیوال، بهاولپور او ګجرانواله سیمو کې ترسره شوي دي.

بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو د ابرار الحق، عبدالرحمان، عمیر، عمران، اشفاق، ایوب اور معاویه په نومونو سره شوې ده.

د ترهګرۍ ضد محکمې په بیان کې دعوه شوې ده چې دغو ترهګرو نه چاودیدونکي مواد اؤ وسلې هم ترلاسه شوې دي.

د سي ټي‌ ډي ترمخه د نیول شوؤ کسانو پرضد مقدمې درج کړل شوي اؤ دهغوي نه پلټنې پیل کړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ‌څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي.

خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي.

اوړمه ورځ دخېبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) په رپورټ کې هم دعوه شوې وه چې د روان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې 76 ترهګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د سي ټي ډي په رپورټ کې دعوه شوې وه چې په بنو ، ډيره اسماعیل خان، مردان اؤ ملاکنډ ډویژنونو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد کامیاب عملیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې د ټي پي‌ پي مهم کمانډران هم وژل شوي دي.

د ترهګرۍ په پېښو ژور نظرلرونکی خبریال ناصر داوړ تېره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ، هر څو که امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې دملک په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس د بریدونو لړۍ چټکه کړې ده خو وایي بیا هم ترهګریزو بریدونو کې هیڅ کمی نه دی راغلی.

ناصر داوړ وایي په دې وروستیو کې شوؤ بریدونو ته که وکتل شي نو اوس وسله والو ډلو هم تر ډېره حده خپله تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې به که هغوي په بازارونو یا عامو ولسي ځایونو کې بریدونه کول ،اوس زیاتره امنیتي ځواکونه اؤ پوځي تنصیبات په نخښه کوي.

ښاغلی داوړ وایي ، په کال 2014م کې دترهګرو پرضد دضرب عضب عملیاتو پیل کیدو نه مخکې چې وسله والې ډلې څومره پیاوړې وې ، اوس تر هغې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظم شوې دي اؤ ډير په منظم انداز په پوځ،ایف سي اؤ پولیسو ځواکونو بریدونه کوي اؤ هغوي ته مرګ ژوبله اړوي.

روانه اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG