جسټس مسرت هلالي د سپريم کورټ د ججې په توګه سوګند پورته کړی دی، اغلې د پاکستان په سپريم کورټ کې دويمه ججه جوړه شوې ده.
د جسټس مسرت هلالي د سوګند پورته کولو دپاره په سپريم کورټ کې نن دستوره راجوړه شوې او د پاکستان چیف جسټس عمر عطا بنديال د هغې نه سوګند اخستی دی.
د پاکستاني رسنيو ترمخه د پاکستان د سپريم کورټ د ټولو ججانو شمېره 17 وي، او د مسرت هلالي سره په سپريم کورټ کې 16 ججان پوره شوي دي.
د روانې میاشتې په لومړو کې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د پېښور هایکورټ د چیف جسټس یا مشرې ججې مسرت هلالي د سپریم کورټ د ججې جوړولو منظوري ورکړې وه.
د جسټس مسرت هلالي نه وړاندې جسټس عايشه ملک تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان سپريم کورټ ججه جوړه شوې وه.
د تېرې میاشتې په 14مه نېټه د پاکستان قضایي کمېشن د جسټس مسرت هلالي د سپريم کورټ د ججې جوړولو سپارښتنه کړې وه او بیا پارلیماني کمېټۍ هم سپریم کورټ کې د هغې د ګمارنې وړاندیز کړی وو.
د سپریم کورټ د ججې په توګه د مسرت هلالي د نوم وړاندیز د سپریم کورټ ټاکل شوي چيف جسټس قاضي فایز عیسا کړی وو
له دې وړاندې مسرت هلالي د پاکستان په تاریخ کې د پېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه چیف جسټس جوړه شوې وه.
جسټس مسرت هلالي
د پېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون د خېبر لا يا قانون د کالج نه د قانون ډګري ترلاسه کړې ده.
هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې، بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې او کال 2006م کې د سپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړي دي.
هغه د پېښور هایکورټ بار او د سپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده.
د دې ترڅنګ هغه د نومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې د خېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکېټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده.
مېرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې د مرستیالې ججې په توګه د پېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه او بیا په 13م مارچ کال2014م کې د هایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه.
د مسرت هلالي کورنۍ
د مسرت هلالي پلار خانمیر هلالي د پښتو یو وتلی شاعر او ادیب وو او د باچا خان سره په خدايي خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی وو، ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې هم کړی دی.
خو ځینې تاریخ پوهان وایي وروسته بیا خانمیر هلالي د باچاخان د خدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی او د "افغان جرګه " په نوم یې د څو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی وو.
په دغه جرګه کې د خانمیر هلالي سره د نورو لیکوالانو او شاعرانو ترڅنګ د خداييخدمتګار تحریک غړي او وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه او میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وو.