واشنګټن- د هند د وزير اعظم نرېندرا مودي دا پرېکړه چې په هېواد کې دې د ټولو د پاره يو عام قانون وي نه چې د څه خلکو خپل بيل قوانين، انديښنې راپورته کړي چې دا ګام به هندي ټولنه په خپلو کې وويشي.
کله چې تېره اوونۍ مودي ويلي وو هېواد داسې نه شي چلېدلی چې د بيلو بيلو ټولنو د پاره دې بيل بيل قانون وي، ميډيا رپورټ کړل چې حکمران بهارتيه جنتا ګوند (بي جی پي) د پارلمان نه د يو شان قانون يونايټېډ سېول کوډ (يو سي سي) قانون پاس کولی شي.
په هندي پارلمان کې د اپوزيشن ګوندونو ويلي دا غلطه پرېکړه ده او د اکثريت هندو مذهبو ته د خپلې خوښې د پاليسۍ جوړولو او چلولو لاره جوړول دي.
د هند د بيلا بيلو مذهبونو او کلتورونو خلک د ودونو، طلاق، جايداد وراثت او د ماشومانو خپلولو له ځانګړي روايات او دود دستور لري. يو سي سي چې د هندي ايين برخه ده د ټولو د پاره يو شان قانون غواړي.
دا نه ده معلومه چې حکومت په دې لړ کې د قانون سازۍ پلان لري خو مسلمانان مشران وايي چې د يو سي سي په نوم مودي او د هغه هندو پاله ګوند کوښښ کوي ټولنه په خپلو کې په بيلا بيلو برخو کې په دې نيت وويشي چې په راتلونکو انتخابونو کې د اکثريت هندو مذهبو ووټونه ترلاسه کړي.
د جون په اويشتمه نېټه مودي په بهوپال کې په خپله وينا کې ويلي وو “دا څنګه ممکن ده چې په يوه کورنۍ کې د يو غړي د پاره يو شان قانون وي او د بل غړي د پاره بل شان؟ داسې کورنۍ چلېدلی شي؟ يو هېواد به څنګه په دوه نظامونو وچليږي؟
بي جی پي د څو لسيزو راهسې د يو سي سي د نفاذ د پاره کمپين چلوي او وايي د ټولو د پاره يو شان قانون د سيکولر هندوستان د پاره ضروري دی ځکه موجوده قوانين د برابرۍ په بنياد نه دی. يو شمېر مذهب پاله هندوانو مشرانو د دې ملاتړ اعلان کړی.
د بي جی پي يو مخکښ الوک واټس وي او ای ته ويلي “ځينې مذهبي ډلې به د خپلو يو اړخيزه سوچونو په اساس دا نه خوښوي خو دا د هندي ملت په ګټه ده چې د ټولو سياسي ګوندونو په رای يو سي سي نافذ شي”.
قانون پوه او په حيداباد کې د نلسر پوهنتون پخوانی وايس چانسلر فيضان مصطفی وايي هغه غواړي چې يو سي سي په عملي توګه نافذ شي ځکه چې دا د ايين برخه ده.
فيضان وايي “دا به په ټولنه کې د بدو کارونو مخنيوی وکړي لکه د مثال په توګه په قانون کې د کم عمرۍ ودونه منع دي خو په هندو ټولنه کې دا نه دي ختم شوي. زه ټول په ټوله د وزير اعظم د يو سي سي سره متفق يم”.
خو ځينې خلک د دې په اړه روڼ اندي نه دي. کالم نګار ابی کمار چې د مسلمانانو د مسلو کارپوه دی وايي د مودي حکومت د 21 قانوني کمېشن سفارشات په عملي کولو کې پاتې راغلی.
تېره اوونۍ د مدني ټولنې فعالانو او مسلمانانو مشرانو په دې مسله انلاين بحث کړی او خپلې انديښنې يې څرګندې کړي.
د ډيلي د لږکيو د کمېشن پخوانی مشر ظفر السلام خان وايي يو سي سي د بي جی پي د ووټ اخستلو يوه لوبه ده او مودي غواړي د هندو اکثريت خواخوږي وګټي ځکه چې د هغه سره د راتلونکي د پاره هيڅ څه مثبت نشته.
عيسايي مذهبه مشر جون ديال د ټولنې د امنيت او تحفظ او د ټولو لږکيو مذهبونو د کلتور ساتنې په اړه انديښمن دی او وايي دا به په ټولنه برابرۍ ته زيان واړوي.