لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين او پاکستان د اقتصادي همکارۍ لسيزه لمانځي، پر چینایي وګړو او منصوبو د بریدونو اندېښنې هم زیاتې شوې


واشنګټن ــــ پاکستاني چارواکي وایي په هېواد کې چينايي وګړو ته د ترهګرو لخوا د زیاتېدونکو خطرو او د پور د واپسۍ په اړه اختلافات دوه داسې غټې وجې دي چې د ترقۍ د دې شریکې منصوبې بنیادي اډاڼې او پرمختګ ته زیان رسولی شي.

د بلینونو ډالرو د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا د سي پیک منصوبه په 2013م کال کې شورو شوې وه. په سمدستي توګه دا د بیلټ اینډ روډ یوه اهمه منصوبه وبلل شوه او دا تمه کېده چې دا به پاکستان په سیمه کې د اقتصادي رابطو یو اهم مرکز جوړ کړي.

دې سرمایه کارۍ د پاکستان سره د ټرانسپورټ د کمزوري نظام د ښه کولو او د توانایۍ په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي او د چین د مغربي سيمو او د پاکستان د ګوادر بندر تر منځ په تجارتي‌ لارو جوړولو کې يې هم مدد کړی دی.

د پاکستان چارواکي وايي دې منصوبې په پاکستان کې تر دوو لکو پورې مقامي خلکو ته نېغ په نېغه روزګارونه ورکړي، د 1,400 کلومیټره نه زیاتې اوږدې لارې او سړکونه يې جوړ کړي او تر 8000 مېګاواټه پورې بجلي يې پیدا کړې ده. پاکستان د کلونو راهسې د توانایۍ د کمي سره مخ دی چې له امله يې اقتصادي او صنعتي ترقي اغېزمنه شوې ده.

د دواړو ملکونو چارواکي وايي چين نېغ په نېغه د 25 بیلینه ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده او تمه ده چې تر 2030م کال پورې دا 62 بلین ډالره ته ورسېږي. ټاکل شوې چې تر هغه وخته پورې به د یو شمېر صنعتي‌ زونونو په ګډون د سيپېک ټولې منصوبې پای ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې د چين سفارتکاره پینګ چن شو وایي دا ډېر په خوشالۍ او فخر سره ویلی شي چې سيپېک د نړیوالې منصوبې بیلټ اینډ روډ انيشيټو یوه اهمه او کامیابه منصوبه ده:

"مونږ په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د سيپېک د لس کاله کامیابۍ نه پس به چین او پاکستان په ګډه د سيپېک د اوچت معیار او ترقۍ د پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي. د چين او پاکستان تر منځ به یوه داسې شریکه ټولنه جوړه شي چې په نوي دور کې به یو ګډ راتلونکی ولري".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابینې د غړو سره په شریکه د سيپېک په اړه غونډه کې برخه اخستې او ویلي یې دي، "د سي پيک منصوبه د پاکستان د ټولنيز اقتصادي پرمختیا د پاره اهمه ده او زمونږ حکومت د منصوبې نه پوره پوره ګټو پورته کولو ته ژمن دی".

د پاکستان دننه په وروستیو کې په چینايي مفاداتو سېوا کېدونکو وسلوالو حملو چينايي مشران پرېشانه کړي دي. دوی له پاکستانه غواړي چې د چینايي وګړو د تحفظ د پاره ګامونه پورته کړي.

ځینې ناقدين وايي د امنیت او د پور د رقمونو د واپس کولو په سر د فشار له وجې په غونډه کې هیڅ لوړپوړي چينايي چارواکي ګډون نه دی کړی.

دوه میاشتې وړاندې په پېرس کې د لیدلو په وخت د چین وزیراعظم لي کیانګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نه د ترهګره ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د چين وزیراعظم لي کیانګ دې غونډې ته ویلي "چين تمې لري چې پاکستان به په خپل هیواد کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو خلاف د نتیجې وړ او کوټلي عملیات وکړي او د چینايي ادارو او وګړو تحفظ به یقيني کړي".

د تېر کال په نومبر کې چې کله شهباز شریف د چین د صدر شي جین پینګ سره ملاقات کړی وو، په هغه کې هم ورنه په پاکستان کې د چينايي وګړو او منصوبو د تحفظ غوښتنه شوې وه.

د پاکستان د سېنټ د دفاع د کمېټۍ مشر مشاهد حسین وایي چين ګڼي چې د امنیت مسله د سيپېک د پرمختیا په لاره کې خنډ جوړیږي:

"پرله پسې د چينايي مشرانو له خوا په پاکستان کې د خپلو وګړو او ادارو د امنیت په اړه د تشویش څرګندولو نه دا معلوميږي چې پاکستان د چينايي کارمندانو تحفظ نه دی يقيني کړی، دا د پاکستان او چين په اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې د چین په سرمایه کارۍ ډېرې بدې اغېزې لرلی شي".

د 2021م کال په جولای کې نهه چینايي وګړي په یو ګاډي په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو. ‌دوی په داسو ډېم کار کاوه. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې او پاکستان يې هم د پلټنو معلومات نه دي‌ شریک کړی.

دغسې د 2022م کال په اپریل کې یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې په کراچۍ کې درې چینايي استاذان وژلي وو. بلوچ لبریشن ارمي یې ذمه واري منلې وه.‌

د پرله پسې بریدونو وروسته یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته ویلي دي چې چين خپلو وګړو او سفارتکارو ته د ويښ او بیدار اوسېدو غږ کړی او دا يې هم ورته ویلي دي چې پیښور او کوټې ته دې سفر نه کوي.

له دې سره سره د چين چارواکو ته د بېلابېلو سرچينو نه معلومه شوې وه چې په اسلام اباد کې د دوی په سفارت د ترهګرو د برید ویره ده.

په وروستیو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې سېوا شوې دي او ځینې نقادان سيپېک هم د دې سبب ګڼي.

د شهباز شریف حکومت د جمعې په ورځ د لنډې مودې د پاره د ايي ایم ایف د پور ترلاسه کولو سره هیواد په اقتصادي توګه د دیوالیه کېدلو نه بچ کړی دی. د ايي ایم ایف دغه رقم د بورډ منظورۍ ته اړتیا لري.

د واشنګټن په څېړنیزه اداره ویلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمین په یو لیکلي پيغام کې وي او اې ته ویلي چې د سيپېک په اړه ډېرې دعوې شوې وې خو دغه منصوبه په خپلو هیلو کې پاتې راغلې ده:

"په خاص توګه د توانایۍ د اډاڼې په شان مونږ ډېرې اهمې منصوبې هم لیدلې دي، خو د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د امنیت په اړه د چین اندېښنو د سيپېک زور کم کړی دی. د دواړو هیوادونو د غټو دعوو باوجود راهدارۍ ته نقصان رسېدلی دی".

په پاکستان باندې د بجلۍ د چینايي کمپنیو 1.26 بلینه ډالره پور دی او له وخت سره دا نور هم سېوا کيږي. چين د دې قرضو د ځنډولو یا دې ته د بیا کتنې نه انکار کړی او دغسې د سيپېک پور هم چین ته بیرته ورکول دي.‌ د چین قرضې د پاکستان د ټولو قرضو نیزدې دېرش فيصده دي.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د جاپان مېډیا ته په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې د چین قرضه د دوی د راګیرولو دام نه دی بلکې دا سرمایه کاري یا په اسانه قسطونو قرضې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG