واشنګټن ــــ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی وایي اسلام اباد تمه لري چې طالبان به تر پولې هاخوا ته د ترهګرۍ خلاف اغېزمنه مبارزه وکړي او د داسې همکارۍ تقلید به وکړي چې د امریکې صدر جوبایډن په وروستیو کې د کابل د واکمنو او واشنګټن تر منځ یاده کړې وه.
آصف دراني له وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت په وروستیو کې ځینې اقدامات پیل کړي دي چې د پاکستان او چین په ګډون د نورو ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې ختمې کړي چې له خپلو پولو بهر د ترهګرۍ په اړه یې لري، خو وایي دا به تر وخت مخکې وي چې د نتیجو په اړه اټکل وکړي:
"څنګه چې صدر بایډن په ترهګرۍ ضد اقداماتو کې د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو همکارۍ ته اشاره کړې، موږ هم هغسې تمه لرو او دا عمل پیل شوی دی، هیله ده په نیژدې وخت کې به مثبتې نتیجې ولري".
نیژدې دوه کاله وړاندې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه په ډراماټیک ډول زیات شوي دي او د تشدد پېښې ورځنی معمول ګرځېدلی چې د زیاتو امنیتي عسکرو په ګډون سلګونو عام خلک پکې وژل کیږي.
اسلام اباد دعوه کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پټ او تښتېدلي جنګیالي پلانوي چې وايي د پاکستاني ریاست خلاف وژونکی بغاوت کوي.
د طالبانو د وروستي اعلان په جواب کې چې ګواکې د ټي ټي پي غړي له هغو سیمو- چې له پاکستان سره پوله لري- نورو سیمو ته لېږدول شوي دي، آصف دراني داسې وویل:
"دا یوه سنجیده مسئله ده، خو د ټي ټي پي د نیوټرل [بې طرفه] کولو لپاره اقدامات روان دي، موږ باید په دې هم پوه شو چې دا به یو څه وخت واخلي، خو دا عمل پیل شوی دی".
آصف درانی وایي، دا یو مهم ګام دی چې د طالبانو حکومت یې اخلي، نو باید ورته انتظار وشي او نتیجې یې وکتل شي، وایي دا کار اوس په لومړیو مرحلو کې دی او په اړه یې تبصره تر وخت مخکې کار دی:
"که د ټي ټي پي کسان په حقیقت کې [پولې ته له نیژدې سیمو] بل ځای ته ولېږدول شي او دا کار زموږ له پولې سره د امن سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او موږ به یې هرکلی وکړو."
د طالبانو حکومت لا د آصف دراني دغو خبرو ته جواب نه دی ویلی، خو د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد د تېرې جون میاشتې پر درېیمه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دې دعوې په اړه بې خبري ښوولې وه چې ګواکې حکومت یې د ټي ټي پي وسلوال لرې پرتو سیمو ته لېږدوي.
د پاکستان دغه اعلی سفارتکار وایي اسلام اباد د افغان طالبانو په غوښتنه د ټي ټي پي له "تښتېدلو مشرانو" سره خبرې اترې پيل کړې وې چې هغوی د تشدد درېدو ته وهڅوي خو وایي دا عمل تېر کال ځکه ودرېد چې هغوی "د خندا او نه منلو وړ" غوښتنې کولې:
"پاکستان د خبرو اترو لاره بنده کړې ده، د دوی [ټي ټي پي] لپاره یواځینۍ لار دا ده چې تسلیم شي او قانون ته غاړه کښېږدي".
آصف دراني زیاته کړه چې د پاکستان د پوځي عملیاتو له کبله ټي ټي پي اوس د پښتونخوا په هیڅ ځای کې هم د مځکې کنټرول نه لري او وایي پولې ته له نیژدې سیمو د هغوی لرې کول دا ښکاره کوي چې دوی اوس د افغان طالبانو لپاره هم په "ذمه وارۍ" بدل شوي دي.
ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو ډله له افغان طالبانو سره نیژدې اړیکې لري او امریکې د نړیوالې ترهګرې ډلې په فهرست کې شامله کړې ده. دې ډلې په تېرو شلو کلونو کې افغان طالبانو ته پناه ورکړې وه چې په افغانستان کې یې د امریکایي او افغان ځواکونو خلاف جګړه کوله.
آصف درانی وایي په افغانستان کې اوس نسبتاً ډېر امن دی، خو وایي د ټي ټي پي، اي ټي ای ایم او نورې ډلې لا هلته شته چې د اندېښنې وړ دي:
"پاکستان او چین دواړه هیله لري چې افغان حکومت به په دې اړه عملي اقدامات ګامونه واخلي".
چین د اي ټي ای ایم یا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له دې کبله غیرقانوني اعلان کړی دی چې وایي د افغانستان له پناه ځایونو یې د دوی پر خاوره د ترهګرۍ بریدونه کړي دي.
چین تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، ترهګري لا هم د افغانستان لپاره یو لوی چېلنج دی او له طالبانو یې وغوښتل چې په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو خلاف "غوڅ او کلک ګامونه" واخلي.
آصف درانی وایي د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو پرله پسې اړیکې او خبرې د مثبتو رجحاناتو د پیاوړي کېدو او په افغانستان کې د مسلسل چېلنجونو د حل کولو یواځینۍ لاره ده.
درانی وایي له طالبانو لرې اوسېدل یا ورسره اړیکې نه جوړول به مرسته ونه کړي، وایي دا یو حقیقت دی، چې د امریکې ولسمشر او نورو د کوکنارو د ختمولو په ګډون د طالبانو ځینې ګامونه ستایلي دي. "هیله ده نورې پاته مسلې لکه [د دوی په حکومت کې] د ټولو افغانانو ګډون، د نجونو تعلیم یا د ښځو د کار مسله به هم په ښه توګه حل شي".
آصف درانی وایي د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو څه کم دوو کلونو کې تر اووه لکه زیات افغانان پاسکتان ته کډه شوي دي، چې وایي په هغوی کې تر یو لک 20 زره زیات امریکې او نورو هېوادونو ته تللي او د نورو راتلونکی لا معلوم نه دی.