لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې پر پولیس تاڼه برید: څلور بریدګر او دوه پولیس افسران وژل شوي، جیش العدل د برید ذمه واري منلې


واشنګټن ــــ د پاکستان پولې ته نیژدې د ایران په ناکراره سیستان او بلوچستان ایالت کې وسلوالو د پولیسو پر یوه تاڼه برید کړی دی چې د چارواکو په وینا له څلورو بریدګرو سره سره دوه امنیتي افسران هم پکې وژل شوي دي.

د ایران سرکاري ټیلیویژن د رپوټ له مخې د شنبې- خالي په ورځ په زاهدان ښار کې وسلوالو او ځانمرګو بریدګرو د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ، خو وایي پولیسو ورسره نښته پیل کړه.

په رپوټ کې د سیستان بلوچستان د مرستیال ګورنر علي رضا مرهمتي په حواله ویل شوي چې برید کوونکو لاسي بمونه کارولي دي، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

د ایران د سیستان بلوچستان صوبې مرکز زاهدان تېر کال هغه وخت د یو شمېر خونړیو احتجاجونو په ډګر بدل شو، چې د مهسا امیني په نوم یوه کردۍ نجلۍ د اخلاقي پولیسو په بند کې مړه شوه او په ضد یې په ټول ایرن کې مظاهرې پیل شوې.

د جیش العدل په نوم وسلوالې ډلې د شنبې- خالي د ورځې د برید ذمه واري پر غاړه اخیستې ده، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي چې څو بریدګر وو او نه یې د خپلو بریدګرو د وژل کېدو په اړه د ایراني چارواکو دعوې ته څه جواب ویلی دی.

دې ډلې پر سوشل مېډیا په یو پوسټ کې ویلي ، دا د هغو احتجاج کوونکو غچ وو، چې وایي د 2022 کال د ستمبر پر 30مه د ایران امنیتي ځواکونو وژلي وو.

د رویټرز د خبر له مخې جیش العدل ویلي چې د پولیسو دغه په نخښه شوې تاڼه "په زاهدان کې د جمعې د خونړي ناورین له اصلي ذمه وارو څخه وه."

وسلوالې ډلې لومړی دعوه کړې وه چې د پولیسو مرکز یې قبضه کړی، خو د ایران خبري ایجنسیو ویلي چې بریدګر لومړی په تاڼه کې دننه محاصره شوي او وروسته "ټول څلور ترهګر" وژل شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د تېر کال د ستمبر پر 30مه د احتجاج کوونکو د ځپلو په وخت لږ تر لږه 66 کسان وژلي وو.

ایراني چارواکو د ستمبر د 30مې د ډزو د پیلولو پړه پر جیش العدل ور واچوله چې یوه بلوڅ وسلواله ډله ده او تور پورې کوي چې دا ډله په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو په ایران کې د بریدونو لپاره فعالیت کوي.

ایراني چارواکو وروسته د زاهدان د پولیسو کمانډر او د پولیسو تاڼې مشر له دندې ګوښه کړ او د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي زاهدان ته یو پلاوی واستاوه چې د سني بلوڅانو له عالمانو سره خبرې وکړي.

د ایران مشهور سني دیني عالم او پر شیعه مشرانو له اوږدې مودې تنقید کوونکي مولوي عبدالحمید د پولیسو پر مرکز برید غندلی او د سیستان بلوچستان له اوسېدونکو یې غوښتي له داسې کارونو دې ډډه وکړي چې د امنیت د خرابېدو سبب کېږي.

د ایران سیستان بلوچستان یوه غریبه صوبه ده چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري او اکثر اوسېدونکي یې سني بلوڅان دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، بلوڅ اقليت چې شمېر يې دوه ميلينه ته رسېږي، له لسيزو راهيسې له توپیري چلند او جبر سره مخ دي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG