پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام مرکزي ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، د 25م جون نه تر اتمې جولای پورې په ملک کې د پشکالي بارانونو په پېښو کې لږ تر لږه 76 کسان مړه شوي او 133 نور ژوبل شوي دي.
اېن ډي اېم اې په اتمه پرون په خپور کړي رپورټ کې ویلي، په ياده موده کې تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې په پنجاب صوبه کې شوي، د 19 ماشومانو په ګډون 48 کسان مړه شوي او 86 ژوبل شوي دي.
ویل شوي په خېبرپښتونخوا کې د 12 ماشومانو په ګډون 20 تنه مړه شوي او 37 ژوبل شوي وو. بلوچستان صوبه کې د پينځه کسانو د مړينې ویل شوي دي.
په شپږمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په غرييزه سیمه شانګله کې د غر ښوېدو په پېښه کې اته ماشومان په یو ځای مړه شوي وو.
د اېن ډي اېم اې ترمخه د بارانونو په مهال 78 کورونو ته تاوان اوښتی اووه پکې په مکمله توګه تباه شوي دي. خېبرپښتونخوا کې 46 کورونو ته تاوان اوښتی دی.
د اېن ډي اېم اې په رپورټ کې ویل شوي په اوومه جولايۍ په کوز چترال کې په لواري کې د غره ښوېدو له امله دوه ځای سړک بند وو او په دوه ځايونو کې بند سړک خلاص کړی شوی وو.
د موسمياتو محکمې په راتلونکو 12 ساعتونو کې په خېبرپښتونخوا، شمال ختيځ بلوچستان، پنجاب او سيند کې ځای په ځای د بارانونو امکان څرګند کړی دی.
د پاکستان د موسمیاتو محکمې د اتمې جولايۍ پورې د خېبرپښتونخوا په برنو او مېداني علاقو کې د تېز باران سره د ږلۍ ورېدو امکان څرګند کړی وو.
محکمی د پينځمې نه تر اتمې جولايي پورې د بلوچستان صوبې په لورالايي، ژوب، موسا خېل، قلات او خضدار کې هم د تېزې سيلۍ او باران کېدو وړاندوينه کړې وه.
د تېرې جون په میاشت کې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د بارانونو امله شوو پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي وو.
په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي وو، په صوبه کې د بيا رغونې او ابادۍ ادارې د کال 2023 د پشکالي بارانونو احتمالي پلان جوړ کړی دی، د کوم هدف د افتونو په وخت د خطرو کمول او په وخت ورته غبرګون ویل دي.