لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین د اثررسوخ په اړه اندېښنې: اردن د بجلۍ د یوې نوې بټۍ د جوړولو په سر، د چین پوروړی پاته شوی

د العطارات بجلۍ بټۍ چې د اردن پایتخت عمان په جنوب کې جوړه شوې او انتظام یې د چین په لاس کې دی
د العطارات بجلۍ بټۍ چې د اردن پایتخت عمان په جنوب کې جوړه شوې او انتظام یې د چین په لاس کې دی

واشنګټن - کله چي اردن د چین سره خپل تعلقات مضبوطه کول، داسې ویل کېدل چې په اردن کې جوړېدونکی د العطارات بجلۍ بټۍ به یوه داسې ستره ترقیاتي منصوبه وي چې هغه ملک ته به د بجلۍ یوه ستره سرچینه وي.

مګر د هغې بټۍ د رسمي پرانېستې وروسته، هغه ځای چې د اردن پایتخت جنوب اړخ ته په یو تور، د تېږو ډک او وچ بیابان کې پروت دی، د یو یوې تودې تنازع ښکار ګرځېدلی دی. د دې بټۍ د جوړولو دپاره چې څه معاملې روانې وې، په نتیجه کې یې اردن د چین په بلینونه ډالرو په قرضو کې ونښتېدلو. دا قرضې د هغو مختلفو لوظنامو او معاملو نتیجه ده چې د بجلۍ د منصوبې د پیل راهېسي، د چین او اردن ترمنځ لاسلیک شوې دي.

اوس چې خبره تر دې ځایه رارسېدلې ده، د چین او اردن ترمنځ کشیدګۍ په زیاتېدو دي او د اردن حکومت چې په دې معاملاتو سخت خفه دی، کوښښ کوي چې قضیه یو عالمي عدالت ته ورسوي.

په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې د امریکا اثر رسوخ کمیږي او د چین سېوا کیږي، په اردن کې د شېل تېلو څه باندې دوه بلینه ډالري منصوبه د چین د تګلارې یو غوره مثال دی چې ډېری اسیایي او افریقایي ریاستونه یې د غټو قرضو په لومو کې راګېر کړي دي.

په واشنګټن کې د سټېمسن سېنټر یو څېړونکی جېسې مارکس د چین له خوا د بنیادي اډانو د جوړولو منصوبو او د بجېنګ سیاسي مقاصدو ته په اشارې سره وایي: «العطارات د دې خبرې یو مثال دی چې د [چین] بېلټ اېنډ روډ اېنېشیټیو څه و او څه ترې جوړ شوي. اردن په خطه کې د چین د کامیابۍ د مطالعې یو دلچسپه قضیه نه، بلکې داسې یو مثال دی چې چین د منځنۍ کچې آمدن ملکونو سره څنګه تعامل کوي.»

د العطارات په نوم د بجلۍ د منصوبې نظریه، شاوخوا پنځلس کاله مخکې راپیدا شوه او مقصد یې دا و چې اردن دپاره کافي بجلي پیدا شي او د نورو ملکونو بجلۍ ته ضرورت ونلري. دا بټۍ د شېل تېلو په پیداوار ولاړه ده، او شېل تېل هغه تېل دي چې د شګلنو ځمکو نه ترلاسه کیږي.

اوس چې د بټۍ د جوړولو کار ختم شوی، د هغه ځای د بجلۍ قیمت ډېر ګران ټاکل شوی او د اردن خلک یې سخت په غوسه کړي دي. د مخکېنۍ لوظنامې تر مخه، اردن به په آینده دېرشو کلونو کې د هغې بټۍ د پیداوار بجلۍ اخېستو دپاره قریب اته نیم بلینه ډالر ورکوي.

اردن که څه هم په منځني ختیځ کې واقع شوی، مګر د خپلو ګاونډیو ملکونو غوندې د تېلو پرېمانه او آسانه ذخیرې نه لري. په ۲۰۱۲ کال کې د اردن د العطارات بجلۍ کمپنۍ حکومت ته وړاندیز وکړ چې په دښته کې دې د شګلنو ځمکو لاندې د شېل تېل راوباسي او ورباندې دې د بجلۍ یوه بټۍ جوړه کړي. د حکومت دا وړاندیز خوښ شوی و، مګر وروسته معلومه شوه چې د دې تېلو راایستل ډېر ګران او خطرناک دي او ټېکنالوجۍ ته هم ضرورت لري.

دا منصوبه چې وځنډېده، اردن په ۲۰۱۴ کې د اسرایل نه د قدرتي ګېسو د درامد کولو یوه لوظنامه لاسلیک کړله چې ارزښت یې پېنځلس بلینه ډالره و. دې سره د العطارات د شېل تېلو منصوبې ته دلچسپي کمه شوله. العطارات کمپنۍ وایي، دوی دا منصوبه بهرنیو ملکونو ته پېش کړله، مګر د امریکا نه نیولې تر اروپا او جاپان او جنوبي کوریا پورې، هېچا ورته زړه ښه نه کړ.

خو وروسته اردن په حیرانۍ سره وکتل چې د چین بېنکونو په ۲۰۱۷ کال کې د دې منصوبې د فېنانس دپاره اردن ته د یو اعشاریه شپږ بلینه ډالرو وړاندیز وکړ. د چین یوې سرکاري کمپنۍ په العطارات کې پنځه څلوېښت فیصده ونډې واخېستلې او په کرار کرار د اردن د تېلو دا منصوبه د چین د بېلټ اېنډ روډ اېنیشيټیو یوه برخه وګرځېدله.

څېړونکي وایي، په ۲۰۱۷ کال کې چې بشارالاسد د شام په خانه جنګیو کې کامیابۍ ترلاسه کړلې، چین ته دا طمعه هم پیدا شوه چې د اردن نه پس به د شام د بیارغونې په چارو کې هم ورشامل شي او له دې اړخه به هم بلینونه ډالر ورپه نصیب شي.

د دې معاملې ترمخې به اردن په آینده دېرشو کلونو کې، هر کال د بجلۍ د لوړ قیمت له امله، دوه سوه و اتیا (۲۸۰) میلینه ډالر نقصان کوي. د دې نقصان د معاوضې په خاطر به په اردن کې د بجلۍ صارفینو باندې ۱۷ فیصده د بجلۍ نرخ سېوا کیږي، او دا به د اردن اقتصاد ته چې له وړاندې نه هم د قرضو او انفلېشن سره مخ دی، نور چلېنجونه هم راپیدا کړي.

XS
SM
MD
LG