د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د خالي يا شنبې په شپه بې درکه شوی خبريال تېره شپه ناوخته کور ته ستون شوی دی. بې درکه محمد عسکري د ځايي جنګ ورځپاڼې خبريال دی.
بې درکه شوي خبريال محمد عسکري په خپله جرنلسټانو ته منلې چې هغه بيرته ستون شوی دی خو دا یې نه دي ویلي چې چا اوچت کړی او چرته یې وړی وو.
عسکري د خالي- شنبې په شپه د قيوم اباد علاقې نه د يو بل ملګري سره اوچت کړی شوی، وروسته یې ملګری پرېښودی شوی وو.
د جنګ جيو خبريالانو وي او اې ډيوه ته د محمد عسکري بې درکي تاييد کړي وو او په جيو ټي وي کار کوونکي څيړونکي خبریال مظهر عباس د عسکري د بې درکۍ ټویټ هم کړی وو.
پوليسو د عسکري په حواله څه نه وو ويلي، خو په جنګ ورځپاڼه کې خبريالانو ويلي وو د عسکري سره بل ملګري ورته ویلي يو د پوليس ګاډي او په بل ګاډي کې ورسره په ساده جامو کې کسان وو هغو د ځان سره بوتللی وو.
د عسکري کورنۍ يې د بې درکۍ مقدمه د کراچۍ په بلوچ کالونۍ تاڼه کې درج کړې وه.
د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن پرون په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د عسکري په حواله د جنګ ورځپاڼې د انتظاميې سره په تماس کې دي او پولیسو نه یې د پېښې په حواله رپورټ غوښتی دی.
پاکستان کې د خبريالانو تنظيمونو او د بشري حقونو کمېشن اېچ آر سي پي د خبريال د بې درکه کولو غندنه کړې وه.
اېچ آر سي پي ويلي يو خبریال بې د کوم توره اغوا کول د جمهوري حقونو سرغړونه ده.
پاکستان د جرنلسټانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شماريږي او د بې پولې خبريالانو تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر ترمخه پاکستان د جرنلسټانو د ازادۍ په درجه بندۍ کې په 180 هيوادونو کې په 150 نمبر دی.
پاکستان کې د خبريالانو ځايي او نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي چې جرنلسټان او مطبوعاتي د فشار لاندې ساتل کيږي خو حکومتونه تل د جرنلسټانو او مطبوعاتو د ازادۍ او حقونو په ځای ساتلو دعوې کوي.