د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليس مشر شوکت عباس په يوه خبري غونډه کې ويلي، پېښور کې د سني علماوو، سيکانو او عيسايانو سره د يو شيعه مسلمان د وژنې په هدفي پېښو کې داعش ډله ککړه وه، د يادې ډلې يو غړی وژل شوی او يو نيول شوی دی.
شوکت عباس د پېښور پوليس مشر سي سي پي سيد اشفاق انور سره ګډې خبري غونډې ته وويل، "پېښور کې د داعش ډلې هدفي وژنې کولې، دا ډله د افغانستان نه راغلې او دلته پاتې کېده او بيا یې دا عمليات پېل کړي وو".
د طالبانو حکومت تر اوسه د پېښور د پولیس مشر دعوې ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول دعوې او تورونه رد کړي دي چې ګواکې له افغانستانه وسلوال ور اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي.
پولیس مشر شوکت عباس وويل "د هدفي وژنو د پېښو لړۍ د مارچ د میاشتې نه پېل شوې او 26م جون پورې روانه وه په دې کې نزدې نهه پېښې شوي، څلور سني علما، درې سيکان، دوه عيسايان او يو شيعه وژل شوي دي".
نوموړي زیاته کړه، په ساينسي بنيادونو دوی کړۍ را يو ځای کړي او دغې ډلې ته رسېدلې دي، او په دې ټولو پېښو کې يوه 30 تماچه کارېدلې ده.
شوکت عباس وويل، "قاتل په 26م جون په يوه مقابله کې وژل شوی، ده په يواځې دوه کسان وژلي په نورو پېښو کې ورسره دوه يا درې نور ملګري شامل وو".
د پولیس افسر په خبره، د وژل شوي تن ظفر نوميږي او د هغه خسر امين الله نيول شوی او دا پوره ډله يا ګېنګ دی او عمليات کوي، د دې ډلې د نورو غړو نومونه معلوم شوي او زر به ونيول شي.
نوموړي وويل، د"اعش دوی د چېلنج سره مخ کړي په مخنيوي کې یې دوی کامياب شو او ښيې په دې ډله کې د 15 نه تر 20 پورې کسان يا د دې نه ډېر شامل دي، دوی به یې زر ونيسي".
د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په دوه ورځو کې پرله پسې دوه سيکان وژل شوي او د يوې پېښې زمه واري داعش منلې وه.
تېر کال هم په پېښور کې سيکان په هدفي پېښو کې وژل شوي چې زیاتره یې کاروباريان وو او د هغو پېښو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.
د روان کال مارچ په 31مه د پېښور اوسیدونکی سیک تاجر ديال سينګ په دیر کالونۍ سیمه کې په موټرسايکل سورو نامالومو کسانو وژلی وو، هم په دغه ورځ يو مسيحي کاشف نامعلومه وسله والو په هدف کړی او د دغو دواړو پېښو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.
په اتم جون د پېښور کارخانه دارو غوښتنه کړې وه قانون نافذونکې ادارې دې د دوی د ځان او مال د ساتنې دپاره ګامونه پورته کړي ځکه چې دوی د امنيتي وضعې څخه سخت پرېشانه دي او که امنيت ورته برابر نه کړی شو نو کارخانې به بندې کړي او د ملک نورو برخو ته به په منتقل کېدو مجبوره شي.
کارخانه داو ويلي وو، دوی د قلنګ پرچيانو او لاسي بمونو بریدونو د امنيت د نيشوالي سره مخ کړي او سخت اندېښمن کړي دي.
له دغې دوه ورځې وړاندې د پېښور په خوندي ګڼل کېدونکې حیات اباد علاقه کې د يو کارخانه دار په کور د لاسي بمونو بريد شوی، ځاني تاوان پکې نه وو شوی خو څلورو ګاډو او کور ته یې تاوان اوښتی وو.
د سي ټي ډي پوليس مشر وویل، "حیات اباد کې د ودود سنز په نامه کاروباري په کور د بمي حملې پلټنې کوي، دوی ته د قلنګ لومړی فون په 21مه مې شوی او بل فون ورته د پېښې په ورځ شوی وو".
هغه زياته کړه،"په تېرو درېو څلورو میاشتو کې دا لومړۍ پېښه ده چې دوی ته رپورټ شوې ده"، پوليس افسر په خلکو غږ وکړو که څوک د قلنګ د پېښو مالومات لري راوړاندې دې شي او پوليس دې خبر کړي.
د پوليس افسر په خبره دوی د سوات پورې او صوبې په بېلابيلو برخو کې د قلنګ غوښتنو پرضد عمليات کوي، ځينې کسان پکې نيول شوي او د نورو په نيولو کار روان دی.