لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې ګڼو طوفاني بارانونو 22 کسان مړه کړي، پاکستان کې هم د پشکال بارانونو تر اوسه 80 تنه مړه کړي


واشنګټن ــــ د هند په بېلابېلو ریاستونو کې د پشکال د طوفاني بارانونو له کبله ګڼ سېلابونه راغلي او په نتیجه کې یې کورونه نړېدلي او مځکې ښویېدلې دي چې د چارواکو په وینا په دغو پېښو کې لږ تر لږه 22 تنه مړه شوي دي.

د هند په پایتخت نوي ډیلي کې له تېرو دوو ورځو راهیسې په پیل شویو دغو بارانونو کې یو شمېر سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.

د دغو ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله د ګل- دوشنبې په ورځ هم په دې ښار کې د ژوند چارې اغېزمنې وې او تعلیمي ادارې بندې وې.

د هند چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ په خپلو کړو معلوماتو کې ویلي چې دغو طوفاني بارانونو شمالي ریاستونه هماچل پردېش، اتراکنډ، اتر پردېش، د هند تر واک لاندې کشمیر او پنجاب بېلابېلو سیمې اغېزمنې کړې دي.

اسوسیېټیډ پریس د هند د ځایي رسنیو په حواله لیکلي چې د پشکال تازه طوفاني بارانونو شمالي ریاست هماچل پردېش تر ټولو زیات اغېزمن کړی، چې وایي هلته د مځکې ښویېدو او سېلاب له کبله لږ تر لږه 10 تنه مړه شوي دي.

په یوه ورځ د ټولې میاشتې باران

په هماچل پردېش کې د مځکې ښویېدو تر 700 زیات سړکونه بند کړي، ګڼ شمېر پلونه او کورونه اوبو وړي دي. په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې د چارو لپاره هیلیکاپټر ور بلل شوي دي.

د هماچل پردېش د موسمیاتو د ادارې یو اعلی چارواکی وايي، د ریاست په ډېرو سیمو کې په یوه ورځ د یوې میاشتې په اندازه باران شوی دی.

په اتراکنډ ریاست کې هم له بارانونو وروسته د مځکې ښویېدو له کبله یو شمېر لویې لارې بندې شوې دي، د دې ریاست چارواکو خلکو ته ویلي چې بې اړتیا له خپلو کورونو ونه وځي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې هم ګڼو بارانونو څلور کسان مړه کړي دي.

د هند د موسمیاتو ادارې په خپلو شمالي ریاستونو کې د نورو بارانونو پېشبیني هم کړې ده، وایي په ټول هېواد کې د پشکال یا وسې په موسم کې له مخکې لا تر تېر کال زیات بارانونه شوي دي.

اداره وایي په هند کې د جون له لومړۍ نېټې په پیل شوي د پشکال په موسم کې په نوي ډیلي کې تر اوسط درجې 112 فیصده، په پنجاب کې 100 فیصده او په هماچل پردېش کې 70 فیصده زیات بارانونه شوي دي.

د پاکستان حالت

په پاکستان کې د قدرتي آفتونو په وخت د انتظام اداره این ډي ایم اې وایي، هندوستان راوي دریاب ته یو لک 85 زره کیوسیک اوبه ور پرېیښې ده چې وایي له کبله یې د پاکستان په ډېرو سیمو کې د سېلاب خطر دی.

د این ډي ایم اې په وینا د پنجاب له نارووال، سیالکوټ او نورو سیمو لږ تر لږه 500 کسان د سېلابونو له خطره نورو سیمو ته کډه کړل شوي دي.

په پاکستان کې د جون په 25مه پیل شویو د پشکال په بارانونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه 80 تنه مړه شوي او 182 ټپیان شوي دي. په بېلابېلو سیمو کې بارانونو فصلونه، ودانۍ، کورونه او بنیادي اډاڼې زیانمنې کړې دي.

د هواپوهنې ماهرین وایي کېدای شي د موسم د بدلون له کبله په سیمه کې د پشکال غیرمعمولي او ګڼ بارانونه وشي.

یادونه:- دا خبر له وي او اې اردو ژباړل شوی، معلومات یې له رویټرز او اې پي اخیستي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG