لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي په دې کار کوي چې طالبان د ترهګرۍ ضد برخه کې پخپلو وعدو وفا وکړي


واشنګټن - د امریکا یو جګپوړی چارواکی وایي، د بایډن انتظامیه "هره ورځ په نه ستړې کېدونکي ډول کار کوي" څو دا یقیني کړي چې طالبان پخپلو وعدو پاته شي او پرېنږدي چې افغانستان یو ځل بیا د نړېوالو ترهګرو ځاله جوړه شي.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان دا خبره هغه وخت خبریالانو ته وکړه چې د صدر بایډن سره په هوایي جهاز کې په سفر و. د وي او اې خبریال ورنه دا پوښتنه کړې وه چې آیا امریکا په افغانستان کې د ترهګرو په له منځه وړلو کې د طالبانو سره کار کوي او که نه.

ښاغلي سولېوان په جواب کې وویل: «زه دا ویلی شم چې مونږ د دوحه لوظنامې تر لاندې، طالبانو نه غواړو چې پخپلو وعدو ټینګ پاته شي، او هغه دا چې افغانستان د هیچا په وړاندې، په خصاص زمونږ له نظره د امریکا په خلاف، زمونږ د وطن په خلاف، زمونږ د اتحادیانو او شریکانو په خلاف د ترهګریزو حملو دپاره د یو پټنځای په حیث استعمال نه کړی شي.»

د دوحې لوظنامه د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کې د ډانلډ ټرمپ د انتظامیې او د طالبانو ډلې ترمنځ د قطر په پایتخت دوحه کې دستخط شوه. د هغې لوظنامې ترمخه، د امریکا په مشرۍ د نېټو عسکر د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستانه ووتل. طالبانو یې په بدل کې دا وعده وکړه چې د القاعده په شمول به هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازت ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه نورو ملکونو ته دړکې یا ګواښونه پېښ کړي.

د جېک سولېوان د خبرو نه څو ورځې وړاندې، د امریکا صدر جو بایډن له افغانستانه د پوځیانو د جنجالي انخلا دفاع وکړه او داسې یې څرګنده کړ چې ګني طالبان د القاعده په چقولو او له افغانستانه په شړلو کې یې د واشنګټن سره مرسته کوي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان وویل: "مونږ هره ورځ په نه ستړې کېدونکي ډول لګیا یو کار کوو ترڅو دا یقیني کړو چې هغه ژمنې عملي شي. او تر دي ورهاخوا، زه به نور څه ونه وایم."

که څه هم امریکا او طالبانو یو هم په ښکاره توګه دا نه ده منلې چې د ترهګرو په ضد جګړه کې سره همکاري کوي، خو په سیمه کې سفارتکاران او د طالبانو ذرائع وایي چې دغه پخواني دښمنان اوس یوځای کار کوي چې د ترهګرۍ د خطرې مخه ونیسي.

دغه مبینه همکاري د یو ملاقات نتیجه هم بلل شوې ده چې تېر اکټوبر میاشت کې د بایډن انتظامیې د یو جګپوړي چارواکي او طالب چارواکو ترمنځ، په دوحه کې ترسره شو.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مرستیال مشر ډېوېډ کوهېن او د طالبانو د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق هم په هغه ملاقات کې موجود و چې د ترهګرۍ خلاف مبارزې باندې یې ټینګار وکړ. دواړو اړخونو د دې ملاقات تصدیق کړی، مګر دا یې ندي ویلي چې وثیق او کوهېن په دې خبرو کې شامل و او که نه.

دا ملاقات څو میاشتې پس د هغه وشو چې امریکا د القاعده ډلې د مشر اېمان الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ. امریکا وویل چې الظواهري یې په پایتخت کابل کې د ډرون په یوه حمله کې وژلی دی. د امریکا دعوه وه چې الظواهري د طالبانو په یو مېلمستون کې پټ و، او بل دا چې طالب مشرانو هغه ته په پناه ورکولو سره، د دوحې لوظنامې خلاف ورزي کړې ده.

طالب چارواکو ویلي چې دوی په کابل کې د الظواهري د موجودیت نه آګاه نه و، او په دې اړه ګني تحقیقات کوي.

وي او اې ته د معتبره ذرائعو له قوله آګاهي حاصله شوې چې مولوي عبدالحق وثیق د طالبانو په استخباراتي اداره (جي ډي آی) کې دننه یوه خاصه شعبه جوړه کړې چې کار یې د امریکایي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري ده او پخپله یې په دې شعبې نظر ساتي. عبدالحق وثیق ډېر کلونه د امریکا په قید کې، په ګوانتانامو جېل کې تېر کړي او وروستو امریکا هغه آزاد او قطر ته ولېږدولو، چې د طالبانو د بیا راتګ نه پس، اوس د طالبانو د استخباراتي ادارې مشري کوي.

په دې اړه چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ څنګه همکاري موجوده ده، وي او اې د طالبانو د ترجمان ذبیح الله مجاهد سره د رابطې کوشش وکړ، خو سمدستي څه جواب نه دی ترلاسه شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG