لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو حکومت د قرآن سوځولو د پېښې خلاف دسویډن په فعالیتونو بندیز ولګاوه


افغانستان کې د طالبانو حکومت د سویډن د ټولو فعالیتونو مخه نیولې ده اؤ ویلي یې دي ترڅو چې سویډن د قرآن کریم د سوځول کېدو په پېښه له مسلمانانو بخښنه نه وي غوښتې افغانستان کې به هیڅ رقم فعالیت نه شي کولی.

د طالبانو حکومت (چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) د سه شنبې- نهې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې سویډن کې د الله د کتاب سپکاوی شوی اؤ د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکول شوې ده.

په 28م جون د لوی اختر په ورځ د سويډن په پلازمېنه سټاک هوم کې د مرکزي جومات نه بهر یو 37 کلن عراقي سویډش سلوان موميکا نومي تن د احتجاج په توګه قرآن سوځولی ؤ او د دغه کار دپاره یې د پوليس نه اجازت غوښتی ؤ.

ددغې پېښې پرضد د نړۍ یو شمیر اسلامي هیوادونو کې سخت غبرګونه ښودل شوي اؤ دا عمل دمذهبي کرکو سېوا کولو په معنا بلل شوی دی.

د افغان طالبانو حکومت پخپله اعلامیه کې ویلي" ترڅو چي د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې اسلامي امارت به افغانستان کې د سویدن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي".

په اعلامیه کې د افغانستان دننه اړونده ادارو ته امر شوی چي د يادې لارښوونې د تعمیل لپاره په بیړه لاس په کار شي .

د طالبانو حکومت د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم غوښتنه کړې ده چې د سویډن د "ګستاخانه عمل" په وړاندې له دغه هېواد سره په خپل تعامل غور وكړي

د يادې پېښې پرضد دپاکستان اؤ ترکي په شمول په ګڼو ملکونو کې احتجاجونه شوي دي اؤ د رپورټونو ترمخه د سويډن حکومت دغه پېښه غندلې ده.

تېره اوونۍ 57 اسلامي ملکونو غوښتنه کړې وه چې د قران د بې حرمتۍ خلاف دې اجتماعي ګامونه واخیستل شي او د مذهب په بنیاد نفرت خپرولو خلاف دې نړیوال قانون استعمال کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG