لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: "دعا کوئ چې د آی اېم اېف سره پروګرام منظور شي"


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پاکستان د پور د پروګرام په حواله نن غونډه کيږي، هغه په يوه دستوره کې وويل، "دعا کوئ چې د آی اېم اېف سره پروګرام منظور شي".

د پاکستان وزیراعظم نن په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې وویل، د آی اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو په اړه "بیا بيا تکراروم چې د [پور پروګرام] د ویاړ خبره نه ده د فکر خبره ده د خوشالۍ خبره نه ده، په ځانګړي ډول د دې حکومت او ټولو سياستوالو دپاره او نورو ټولو خلکو، ججانو، جرنېلانو او هغو دپاره چې د ملک قسمت بدلولی شي".

د جون په 30مه شهباز شريف ويلي وو، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره نن د سټاف لېول تړون شوی دی، په 12 جولای به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.

نوموړي ويلي وو، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای تړون شوی دی".

له دغې وروسته نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] ويلي وو، پاکستان ته د درېو اربو ډالرو ورکولو دپاره پاکستان کې د غټو سياسي ګوندونو له مشرانو سره ويني او د دغو ګوندونو د ملاتړ باور به ترلاسه کوي. په اوومه جولايۍ د آی اېم اېف پلاوي د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره ليدلي وو.

د پاکستان دپاره د آی اېم اېف استازې ايستهرو پريزرز ويلي وو، پاکستان کې سږ کال انتخابات کېدونکي دي ځکه پاکستان سره د پاليسيو دوامداره ساتلو او نورو معاملاتو باندې د باور ترلاسه کولو دپاره د ټولو سیاسي ګوندونو په اعتماد کې اخستل ضروري دي.

تحریک انصاف ګوند ويلي، آی اېم اېف د پاکستان د حکومت سره د درېوو اربو ډالرو کوم تړون کړی دوی یې په مجموعي ډول د اهدافو او پاليسيو ملاتړ کوي.

خو د آی اېم اېف د پلاوي سره د ليدنې وروسته عمران خان په يوه وينا کې ویلي وو، که د آی اېم اېف نه پاکستان ته درې اربه ډالر نه ترلاسه کيږي او دا حکومت څنګه روان دی نو پاکستان ته د ديواليه کېدو خطره ورپېښه ده.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تل دعوه کړې، پاکستان به نه ديواليه کيږي او د آی اېم اېف سره د سټاف لېول تړون وروسته وزيراعظم شهباز شریف ویلي وو، پاکستان د ديواليه کېدو څخه بچ شو.

آی اېم اېف سره د تړون د خبر وروسته د پاکستان د ونډو بازار ختلی خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان باثباته اقتصاد د ملکي سياسي ماحول د آی اېم اېف د پروګرام سره تړلی دی چې دغه پروګرام سر ته ورسي ځکه د نهه مياشتو په موده کې درې حکومتونه بدليږي.

شهباز شریف نن وويل، "په 14م اګست زمونږ د حکومت موده پوره کيږي د هغې وروسته چې کله هم انتخابات کيږي په اکتوبر کې، په نومبر کې الېکشن کمېشن به یې اعلان کوي".

هغه زياته کړه، مونږ ځای په ځای ګرځو قرض غواړو چې پاکستان د دیواليه کېدو نه بچ کړو، د آی اېم اېف منتونه کوو خو د ژوند تېرولو دا ښه طریقه نه ده، مونږ ته به دا طريقه بدلول وي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG