لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: هیڅ فکر مې نه کاوه افغانې نجونې به له تعلیمه محرومه او ناهیلې په کور کې ناستې وي


واشنګټن ــــ په نړۍ کې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د نوبل د امن جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ وایي په دې پوهېده چې په افغانستان کې به د نجونو د تعلیم په برخه کې پرمختګ ورو وي خو وایي دا فکر یې نه کاوه چې په بشپړه توګه به پر شا راځي.

ملالې پرون په نایجېریا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته خبرې وکړې او ویې ویل چې د نړۍ مشران باید د تعلیم او جنسي برابرۍ په برخه کې خپلې دعوې عملي کړي او په دې برخه کې سرمایه کارۍ ته لومړیتوب ورکړي.

ملالې یوسفزۍ د جولای پر 12مه د خپلې زوکړې د 26مې کلیزې په مناسبت په دغه وینا کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر اوسني حالت اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل فکر یې نه کاوه چې د دې هېواد نجونې به له تعلیمه داسې محرومه کېږي:

"لس کاله مخکې په میلینونو افغانې نجونې سکولونو ته تلې، په هرو درو ځوانو ښځو کې یوه په پوهنتون کې وه، خو اوس؟ افغانستان د نړۍ یواځینی ملک دی چې [طالبانو یې] نجونې او ښځې له تعلیمه منع کړې دي".

ملالې یوسفزۍ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو څه کم دوو کلونو کې تر دې وړاندې هم د افغانو نجونو د اعلی تعلیم ځنډولو خلاف خبرې کړې دي او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې د هغوی د تعلیم ملاتړ ته را وړاندې شي. ملالې یوسفزۍ پرون وویل:

"د یوې پېغلې په توګه زه پوهېدم چې کېدای شي پرمختګ به ورو وي، خو دا تمه مې بېخي نه وه چې په بشپړه توګه به دا هر څه پر شا ځي او د ټول هېواد نجونې به له سکولونو بهر په کورونو کې بندې وي او ناهیلې به ناستې وي."

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول په دا بله ستمبر میاشت کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم وځنډاوه او نن 661 ورځې وشوې خو لا یې بیرته د هغوی سکولونه نه دي پرانیستي.

ورپسې یې د تېر کال په دسمبر کې نجونه پوهنتونونو ته له تګه هم منع کړې او 201 ورځې کېږي چې افغانې نجونې له اعلی تعلیمه محرومه کړل شوې دي، خو طالبانو د نړۍ پر بیا بیا غوښتنو باوجود کومه ټاکلې نېټه نه ده ورکړې چې کله به نجونې بیرته تعلیم ته پرېږدي.

د ملالۍ یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په نایجېریا کې دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیالې آمنه محمد هم خبرې وکړې چې په تېره جنورۍ میاشت کې افغانستان ته هم تللې وه او له طالبانو سره یې د نجونو د بندو تعلیمي ادارو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې.

مېرمن آمنه محمد غونډې ته د ملالې له ور پېژندلو سره وویل چې ټولې نجونې باید برابر او معیاري تعلیم ته د رسایۍ حق ولري، هغې وویل "مله تر پولو، کلتورونو او نسلونو را تېره شوه، د هغې پیغام او جذبې د ټولې نړۍ خلک اغېزمن کړل".

مېرمن آمنې د نړۍ پر مشرانو ږغ وکړ چې هیڅوک باید د تعلیم له حقه بې برخې نه کړي، وایي ملاله او ملګري ملتونه پوهېږي چې تعلیم یو خوب نه، بلکې بنیادي بشري حق دی:

"موږ باید په واقعي ډول دا حق ټولو ته ورکړو او څوک ترې بې برخې نه کړو. د هرې کچې مشران باید د ملالې خبرې واوري او د تعلیم په برخه کې سرمایه کاري وکړي، دوی همدا اوس باید دا کار وکړي."

ملګري ملتونه هر کال د جولای 12 د ملالې د ورځې په توګه لمانځي، چې مقصد یې 2013م کال کې هغه ورځ یادول دي چې هغې د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل: "تعلیم له سرحدونو، کلتورونو او نسلونو ور هاخواته یواځینی حل دی".

نن د نړۍ ګڼ شمېر خلکو ملالې یوسفزۍ ته د هغې د زېږېدو د ورځې مبارکي ویلې ده. د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ پر ټویټر په انګرېزي، دري او پښتو ژبو لیکلي:

"د ملالې په ورځ ‌د زده کړو د حقونو د دفاع یادونه کوو. افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسېدلو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري".

د افغانو ښځو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري هم ملالې یوسفزۍ ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او پر ټویټر یې د نجونو د تعلیم لپاره پر ږغ پورته کولو د هغې مننه کړې ده:

"تعلیم ته د برابر لاسرسي د حق لپاره ستا د نه ستړي کېدونکې مبارزې مننه کوم چې د افغانو ښځو او نجونو له تعلیمه محرومه کولو له کبله د طالبانو د سختو او منظمو پالیسیو خلاف د نړیوال اقدام غوښتنه کوئ او هغوی ته ښه راتلونکی غواړئ".

ملګري ملتونه وایي دا مهال په ټوله نړۍ کې 129 میلینه نجونې له تعلیمه بې برخې دي چې وایي ډېره برخه یې په افریقایي، اېشیایي او د منځني ختیځ په هېوادونو کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG