لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هالیووډ یو لک و شپېته زره اداکارانو هړتال اعلان کړ


(رویټرز خبري اداره) - د هالیووډ سینما اداکاران به د کیلي فورنیا په وخت نن د پنجشنبې (جولائی ۱۳مه) د شپې دوولسو بجو نه پس هړتال کوي، ځکه د هالیووډ د فلم جوړوونکو کمپنیو سره یې د خپلو مطالباتو په سر خبرې ناکامه شوې.

د هالیووډ اداکاران به په دې ګام سره د ټي وي او فلمونو د لیکوالانو د هړتال سره یوځای شي کوم چې د مئې میاشتې راهیسي یې په احتجاجي توګه له کاره لاس اخېستی دی. د اداکارانو په کاري اعتصاب یا هړتال سره به د ګڼ شمېر ټي وي ډرامو او فلمونو د جوړولو کار له خلل سره مخ شي.

په تېرو دري شپېته (۶۳) کلونو کې دا لومړی ځل دی چې سټدیوګانې د دغسې یوحالت سره مخ کیږي چې هم لیکوالانو او هم ادا کارانو هړتال اعلان کړی دی.

د هالیووډ د اداکارانو یونین چې SAG-AFTRA نومیږي او په کې یو لک و شپېته زره (۱۶۰۰۰۰) د ټلوېژن او فلمونو اداکاران شامل دي، د لیکوالانو د اتحاد (رائیټرز ګېلډ آف امریکه WGA) سره یوځای، د تنخوا ګانو زیاتېدل غواړي او دا ضمانت هم غواړي چې د دوی کارونه دې مصنوعي ذهانت (AI) ته نه سپارل کیږي.

د اداکارانو اتحادیې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرنس کې اعلان وکړ چې د دې یونین نېشنل بورډ په اتفاق سره د هړتال پرېکړه کړې او دوی به د نیمې شپې نه پس خپل هړتال شورو کوي.

د «دې ناني» ټي وي ډرامې پخوانی هیرو فران ډرېشر چې اوس د اداکارانو د یونین مشر دی، وویل چې د اداکارانو اندېښنو او مطالبو ته د سټډیوګانو یا کمپنیو جواب، "توهین آمیز او بې عزتي" وه.

ډرېشر خبریالانو ته وویل: "زه حیران پاته شوم، هغه کسان چې مونږ ورته کار کوو، هغوی زمونږ سره څنګه رویه کوي. رښتیا ووایم، هېڅ مې باور نه راځي چې په څومره ډېرو شیانو مونږ څومره اختلافي نظریات لرو، هغوی څنګه ځانونه غریبان ښيي چې هرې خوا ته یې ګني پيسې له لاسه ځي، خو په همدې حال کې بیا په سلهاوو میلینه ډالر خپلو سي اي او ګانو (CEOs) ته ورکوي."

بل اړخ ته د موشن پېکچرز او د ټي وي پروډیوسرز الائنیس (AMPTP) کوم چې د هالیوود د سترو کمپنیو په نمایندګۍ د اداکارانو سره مذاکرات کوي، وویل چې د اداکارانو په کاري اعتصاب باندې ډېر مایوسه دي.

دې تنظیم دا دعوه هم کړې ده چې د حد اقل تنخوا د جګولو وړاندیز یې په دومره فیصدۍ کړی چې په تېرو ۳۵ کلونو کې داسې کله هم نه و شوي، او ترڅنګ یې د پنشن او د صحت د بیمې په برخه کې یې هم څه وړاندیزونه کړي دي، مګر دوی وایي چې د اداکارانو یونین د خبرو نه په شا شوي دي.

اداکاران په دې هم فکرمند دي چې د ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره به اوس د دوی همشکله کرېکټرونه د مصنوعي ذهانت په مرسته په کمپیوټر کې جوړول کیږي، او بغیر د دې چې دوی ته څه پېسې ورکولی شي، د دوی شکلونه به په فلمونو او ډرامو کې ښودلی کیږي.

مګر د AMPTP دعوه ده چې سټدیوګانو د مصنوعي ذهانت په حوالې سره اداکارانو ته یو پروپوزل پېش کړی چې ترمخه یې د اداکارانو ډیجیټلي همشکلي به خوندي وي.

د هالیووډ د شاوخوا یوولس نیم زره (۱۱۵۰۰) لیکوالانو د هړتال یا کاري اعتصاب په وجه امریکا کې د ټي وي دشپې ناوخته پروګرامونه تکراري خپریږي او د اکثرو ټي وي ډرامو او د غټو خرچو والا فلمونو د جوړولو کار د خلل سره مخ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG