پولیس چارواکي وایي چې د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې قابو 10 وسله والو د پېښور په کلیواله سیمه کې پرته په متني پولیس تاڼه د سپکو اؤ درنو وسلو برید وکړو خو وایي پولیس ورته بیدار ولاړ وؤ اؤ دغه برید یې په شا تمبولی دی.
په دې وروستیو کې په سوشل میډیا د پخوانۍ نیم قبایلي سیمې دره ادم خیل سره نزدې متني سیمه کې یو وارې بیا د تندروه وسله والو دفعالیت رپورټونه مخې ته راغلي اؤ دغلته د پولیسو اؤ وسله والو ترمنځ یو شمیر نښتې هم شوې دي.
د پېښور د صدر ډویژن دپولیسو مشر یا ایس پي ملک حبیب ویلي،په متني تاڼه د ترهګرو دې تازه برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دپاکستان جیو ټي وي دملک حبیب له خولې خپل رپورټ کې ویلي،وسله والو په متني پولیس تاڼه ناتاره ډزې کړي خو وایي پولیس دغه برید ته چمتو ولاړ ؤ اؤ کوټلی ځواب یې ورته ویلی دی.
هغه ویلي، پولیسو د ترهګرو برید په شا تمبولی اؤ په دې برید کې پولیسو ته هیڅ رقم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي، چې دبرید په مهال د وسله والو اؤ پولیسو ترمنځ د 25 منټو نه زیات وخت ډزې شوي خو وایي پولیس دبرید په مهال بیخي چمتو ولاړ وؤ اؤ په مړانې سره یې دغه برید په شا تمبولی دی.
سرچینې وایي د برید کوونکو شمیره تر 10ؤ زیاته وه اؤ هغوي په پولیس تاڼه د سپکو اؤ درنو وسلو ناتاره ډزې کړې دي.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو دې وروستیو کې چې خیبر پښتونخوا کې په پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې ده.
د تېرې جون میاشتې په 17مه نیټه هم دمتني سیمې ترڅنګ دکوهاټ ضلعې په دره ادم خیل سیمه کې امنیتي ځواکونو دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ چې پکې دټي ټي پي دعبدالرحیم ډلې د درېوؤ وسله والو د وژل کیدو دعوه شوې وه.
تر دغې پېښې وړاندې په 27م مې متني سیمه کې وسله والو دکسټم یا ګمرګ په مامورینو ډزې کړې وې چې پکې څلور مامورین ژوبل شوي وؤ.
متني د پخوانۍ نیم قبایلي سیمې دره ادم خیل سره جوخته پرته ده اؤ دره ادم خیل په تېرو وختونو کې دطالبانو یو مضبوط مرکز پاتې شوی ؤ .
په دره ادم خیل اؤ متني کې به طالبانو باقاعده خپلې ګزمې کولې خو په کال 2014م کې دضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو نه وروسته پوځ دعوه کړې وه چې دا سیمه یې دترهګرو نه پاکه کړې ده.
اوس هم وخت نه وخته د دره ادم خیل ترڅنګ دپېښور کلیوالو سیمو کې وسله وال په پولیسو اؤ پوځیانو بریدونه کوي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.
د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.