د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن پاکستان ته د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) له خوا د قرضې د پروګرام منظوره کېدل ستایلي او ترڅنګ یې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د اصلاحاتو په برخه کې دې د آی اېم اېف سره کار جاري وساتي.
ښاغلي بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل ټوېټر ولیکل: «مونږ په دغسې سختو حالاتو کې د پاکستانيانو ترڅنګ اودرېږو او د پاکستان د ملاتړ دپاره د نړېوالې مالیاتي ادارې لخوا د یو پروګرام د منظورېدو هرکلی کوو. مونږ له پاکستان څخه غواړو چې د ماکرواېکانومېک اصلاحاتو او دایمي اقتصادي بحالۍ په لور دې د آی اېم اېف سره کار ته دوام ورکړي.»
بل اړخ ته یوه ورځ پس د هغه چې نړېوالې مالیاتي ادارې د پاکستان د پاره د درې بلینه ډالرو د پور پروګرام منظور کړ، د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې آی اېم اېف یو اعشاریه دوه (۱.۲) بلینه ډالر د پاکستان سټېټ بنک ته انتقال کړي دي.
ځیني اقتصاد پوهان وایي چې د آی اېم اېف لخوا د درې بلینه ډالرو د پروګرام منظوره کېدل به پاکستان اوس مهال د دېوالیه کېدو نه وژغوري، مګر په عمومي توګه د پاکستان د اقتصاد حالت مضبوطه کولی نشي او ریاست ته د آینده مشکلاتو سره مقابله په کار ده.