د پاکستان د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار پخلی کړی دی چې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف څخه یو ارب اؤ 20 کروړه ډالر د پاکستان سټيټ بینک ته ترلاسه شوي دي.
پخپل یو ویډیو پیغام کې د خزانې وزیر ویلي چې کومې پیسې آی ایم ایف پاکستان ته ورکړي دا دریوؤ اربو ډالرو د پور وړومبی قسط دی اؤ پاتې یو ارب اؤ 80 کروړه ډالر به د ارزونې له دوؤ رپورټونو وروسته پاکستان ته ورکړل شي.
د خزانې وزیر هیله ښودلې ده چې دې پیسو سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو ټوله ذخیره د 13 نه نیولی 14 اربو ډالرو ته ورسیږي.
هغه ویلي روانه اوونۍ کې د سټیټ بینک په ذخیرو کې د 4 اربو اؤ 20 کروړو ډالرو اضافه شوې ده اؤ اسټيټ بینک به په دې اړوند خپل رپورټ جاري کوي.
د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اجراییه بورډ اوړمه ورځ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو د پور منظوري ورکړې وه.
د آی ایم ایف له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د نهو میاشتو د مودې دپور ددې پروګرام مقصد پاکستان کې اقتصادي ثبات ته وده ورکول دي.
آی ایم ایف وایي، پاکستان سره یې دا تړون په داسې حال کې کړی دی چې ددغه هیواد لپاره بهرنی چاپیریال ستونزمن دی،له تباهۍ د ډکو سیلابونو اؤ پالیسیو کې د نقایصو له امله د پاکستان مالیاتي اؤ بهرنۍ خساره اؤ ګراني سیوا شوې ده اؤ په مالي کال 2022/23 کې مالیاتي ذخیرې کمې شوې دي.
اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف څخه پاکستان ته د پور دپېسو ترلاسه کېدو سره د ملک د ديواليه کېدو خطرې پشا شوي دي خو د پاکستان د اقتصاد مسله ورسره نه ده هواره شوې.
په اقتصاد چارو پوهه لرونکی خبریال وکیل الرحمان وایي "يو ملک کله هم په قرضونو د ترقۍ په لاره نه شي روانېدی، خو د پاکستان د ديواليه کېدو اوسنۍ خطره ختمه شوه او د بهرنیو پورونو دستنولو ومسله یې هواره شوه د دې حده پورې دا خبره سمه ده"
د ډیوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې نوموړي ویلي "پاکستان به هغه وخت د اقتصاديي پرمختيا په لاره روانيږي چې اقتصادي نظام ته بيا کتنه وکړي او اصلاحات وکړي"