د پیسو له نړیوالې ادارې آی ایم ایف څخه د پور تر اخیستلو وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي په قرضونو اخستو اخستو مونږ خپل وقار مجروح کړی دی خو نور به مونږ ته کچکول ماتول اؤ محنت کول وي.
تېره اوونۍ د پاکستان سټېټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د هیواد مرکزي حکومت د مالي کال 23م-2022م د وړومبیو 11 میاشتو په مهال د 11زرو اؤ 130اربو روپو ریکارډ پورونه اخستي دي.
د زیارت- پنجشنبې په شپه قام ته خپله وینا کې شهباز شریف اعلان کړی دی چې د اګست په میاشت کې به د خپل حکومت موده سرته ورسوي اؤ چارې به نګران حکومت ته وسپاري.
هغه پخپله وینا کې وویل چې د خپل اقتدار په لنډه موده کې یې پر وړاندې یو شمېر چیلنجونه اؤ مشکلات پراته وؤ خو ده اؤ د حکومت نورو غړو یې په اخلاص سره ګامونه واخستل اؤ ملک یې له دیوالیه کیدو بچ کړو.
وزیراعظم وویل، اوس په پاکستان باندې د کاروباریانو اؤ سرمایه کارانو باور ورو- ورو بحالیږي "اوس مونږ ته یوه لاره راپاتې ده چې کچکول مات کړو،پورونه اخستل پریږدو اؤ دغلامۍ زنځیرونه وشلوؤ".
د شهباز شریف وینا وه چې د15میاشتو په واکمنۍ کې یې (د تېر حکومت) د څلورو کلونو دبربادیو ملبه پاکه کړه، د پاکستان د مفاداتو په لاره کې غوړیدلي ماینونه یې پاک کړل،دمعیشت،بهرنیو اړیکو، توانایۍ اؤ امنیت په ګډون یې نورو څانګو کې د بد انتظامۍ،غبن،نالایقۍ اؤ سازشونو لګیدلي اورونه وژلي دي.
د ښاغلي شریف په خبره "د پاکستان په جمهوري تاریخ کې دا دخپلې بڼې یوازینی ګډ حکومت دی چې د بېخي لنډې مودې لپاره جوړ شوی اؤ د پاکستان دتاریخ دتر ټولو سترو چیلنجونو اؤ مشکلاتو مقابله یې وکړه".
هغه دعوه وکړه چې د خپل حکومت په لنډه موده کې یې سیاست نه بلکې د ریاست حفاظت کړی دی اؤ د ریاست بچ کولو لپاره یې خپل سیاست قرباني کړی دی.
"مونږ د خپل ووټ بېنک فکر ونه کړو خو اسټیټ بینک کې مو د پرله پسې اضافې فکر وکړو،دمعاشي بحالۍ په لاره کې یو ستر خنډ د آی ایم ایف هغه پروګرام ؤ چې پخواني حکومت په شرطونو کړی ؤ اؤ بیا یې پخپله دغه پروګرام مات کړو اؤ پاکستان یې د دیوالیه کیدو پغاړه ودرولو".
د شهباز شریف دې وینا ته خپل غبرګون کې دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف داطلاعاتو سکتر روف حسن ویلي چې شهباز شریف دشپږ فیصدي ترقۍ سره پرمخ روان معیشت دتباهۍ لوري ته ور دیکه کړی دی.
هغه ویلي د شهباز شریف په حکومت کې ګراني د 12 نه 38 فیصدي ته سیوا شوې اؤ د ولس ژوند یې عذاب کړی دی.
تېره اوونۍ دتحریک انصاف وتلی مشر اؤ پخواني مرکزي وزیر حماد اظهر هم ویلي وؤ چې د پي ډي ایم حکومت د پاکستان د کلیزو پورونو ټول ریکارډونه مات کړي دي اؤ په 75ؤ کالو کې چې د هیواد پورونه 70 فیصدي ختلي وؤ اوس یوازې دشهباز شریف دحکومت په 11ؤ میاشتو کې 30فیصدي سیوا شوي دي.
هر څو که پخپله دې وینا کې ښاغلي شهباز شریف دپخواني وزیراعظم عمران خان تېر حکومت د ټولو ستونزو د زیږنده په نوم یاد کړو خو عمران خان بیا وخت په وخت دعوې کوي چې دهغه په حکومت کې اقتصادي پرمختګونه شوي وؤ اؤ موجوده حکومت په ګرانۍ اؤ غبن تورنوي.
شهباز شریف پخپله دې وینا کې دخپل حکومت په مهال مطبوعاتو ته د ازادۍ ورکولو دعوه هم کړې ده خو پاکستان کې دصحافیانو تنظیمونه اؤ نړیوالې ادارې بیا دشهباز شریف په ګډ حکومت نیوکې کوي چې دصحافت ازادي یې تروړلې ده اؤ په ګڼ شمیر صحافیانو یې یوازې له دې امله مقدمې درج کړي یا یې دهیواد نه وتلو ته مجبوره کړي دي چې هغوي دشهباز شریف دحکومت ناکامیو ته ګوته نیوله.