واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د جګړو له کبلو اوږدو مهاجرتونو ته په پام سره د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره یو این ایچ سي آر وایي په نړیواله کچه 9.2 میلینه افغانان په زوره له خپل هیواده او سیمو بې ځایه شوي دي.
د یو این ایچ سي آر افغانستان څانګې د جولای په 13مه پر خپل ټویټر او فېسبوک پاڼو په نړۍ او افغانستان کې د افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو خلکو شمېرې خپرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي 92 لکه افغانان چې په زوره له خپل هیواد او سیمو بې ځایه شوي دي په هغوی کې څه باندې 5.6 میلینه یعنې 56 لکه "افغان مهاجرین او هغه خلک [دي] چې د هغوی په شان د مهاجر حالت لري".
یو این ایچ سي آر دا نه دي ویلي چې دا خلک له کومې تر کومې مودې پورې له افغانستانه بهر یا په داخلي توګه کډوال شوي او بې کوره شوي دي، خو وایي 3.25 میلینه "د افغانستان داخلي بې ځایه شوي خلک" دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو دې ادارې د افغانانو د بې ځایه کېدو او کډوالۍ سبب نه دی ویلی، خو جګړه، بې روزګاري، د ښه ژوند تر لاسه کولو هڅه او په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له انتقامه تېښته هغه څه دي چې افغانان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر په تېره جون میاشت کې ویلي وو، په 2022م کال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د جبري کډه شویو خلکو شمېر 110 میلینه ته رسېدلی چې وایي د جګړو، ځورونو او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله بې ځایه شوي دي.
د کډوالو ادارې ویلي وو، د نړۍ د کډوالو تر نیمایي زیاته برخه خلک 52 فیصده د افغانستان، شام او اوکراین دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې 3.4 ملینه خلک کورني بې ځایه شوي دي.
د 2021م کال په اګست میاشت کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته په لکونو افغانان ایران، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو ته تېښتې ته مجبور شوي دي.
په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ د یوې ادارې مشرې آصفه ستانکزۍ وي او اې اشنا ته ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لکونو افغانانو بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته مخه کړه ده:
"د دغو مهاجرتونو په لاملونو کې ډېر اقتصادي، کلتوري، امنیتي او سیاسي عوامل شامل دي او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه هم د دغو مهاجرتونو له نورو عواملو څخه دي".
مېرمن ستانکزۍ وایي ډېر هغه افغانان چې د طالبانو په واکمنۍ کې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي په دغو هېوادونو کې د دایمي پاتېدو پر ځای غواړي یورپ، کېنېډا او امريکې ته ولاړ شي.
د طالبانو حکومت د افغانانو د مهاجرت اصلي سوب د لوېديځو هېوادونو له خوا بهر ته د افغانانو هڅونه بولي او وايي د دغو هېوادونو مقصد له افغانستانه د کارپوهانو ایستل دي، چې د دوی په وینا دغه هېواد د مسلکي کسانو د نشتوالي له ستونځې سره مخ شي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو 20 میاشتو کې له ایران، پاکستان او ځینو یورپي هېوادونو 13 لکه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي، خو یو این ایچ سي آر دا شمېر لا نه دی تایید کړی.
ایران د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې شاوخوا 90 زره افغان کډوال بیرته له خپل هېواده ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي، یواځې په تېرو دوو اوونیو کې یې تقریباً 18 زره هغه افغانان شړلي چې وایي د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د 2012م او 2022م کلونو تر منځ په لسو کلونو کې په افغانستان کې نیژدې شپږ میلینه (60 لکه) خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.