لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې د ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله د اغېزمنو کلیو 14 زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې چارواکي وایي په تېرو څو ورځو کې یې د پشکال تر ګڼو بارانونو وروسته له لسګونو اغېزمنو کلیو څخه تر اوسه شاوخوا په زرګونو کسان خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

چارواکي وایي په چناب سیند کې راغلي طوفاني سېلاب اوبه د صوبې 40 کلیو ته ننوتې دي او شاوخوا 48,000 کسان یې اغېزمن کړي دي.

د جون په وروستیو کې چې په پاکستان او هند کې د پشکال یا وسې بارانونه پیل شوي پنجاب او پښتونخوا صوبه یې زیات اغېزمن کړي چې د چارواکو په وینا تر اوسه پکې لږ تر لږه 91 تنه مړه شوي دي.

د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي وایي د ژغورنې له ډلې او نورو چارواکو سره یو ځای یې له هند سره د ګډې ګنډا سینګ پولې ته څېرمه د پنجاب په قصور سیمه کې اغېزمنې سیمې کتلې دي.

محسن نقوي د جمعې په ورځ پر ټویټر یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي خپله هم د ژغورنې له کسانو سره په کښتۍ کې ناست او خوندي ځایونو ته د خلکو په لېږدولو بوخت دی. هغه پر ټویټر لیکلي:

"د ژغورنې ډلې 1122 تر اوسه پورې د پنجاب له سېلاب ځپلو سیمو تر 14000 ډېر خلک را ایستلي دي. زه د ضلعي ادارې او ریسکیو ټیمونو د شپې او ورځې هڅې ستایم چې غواړي زیات خلک زیانمن نه شي".

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د پنجاب د قصور په ګډون له اغېزمنو کلیو روانه اوونۍ هغه وخت د خلکو د را ایستلو کار پیل شو، چې وایي ګاونډي هېواد هند پاکستان ته را بهېدونکي راوي دریاب ته د یو ډېم اوبه را خوشې کړې.

رپوټونه وایي چې د ستلج دریاب ډکېدو هم په پنجاب کې ډېر کلي تر اوبو لاندې کړي دي.

د پاکستان د موسمیاتو ملي اداره اټکل کوي چې په روانه اوونۍ کې به په بلوچستان او سیند کې هم بارانونه وشي، تېر کال هم په دغو صوبو کې زرګونه کسان د سېلابونو له کبله مړه شول.

تیر کال په پاکستان کې سېلابونو شاوخوا 33 میلینه کسانو ته زیان واړاوه او 1,739 کسان یې مړه کړل. دغو سیلابونو د پاکستان اقتصاد ته 30 اربه ډالر زیان ورساوه.

په پاکستان کې د پشکال یا وسې موسمي بارانونه هر کال د جولای په میاشت کې پیلېږي او د ستمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG