لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: افغانستان نه د ګاونډیتوب حق ادا کوي او نه د دوحې تړون ته غاړه ږدي


دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف وایي افغانستان نه دګاونډیتوب،نه د ورور هیواد حق ادا کوي اؤ نه هم د دوحې تړون ته غاړه ږدي.

دخالي په ورځ خپل یو ټویټ کې خواجه اصف ویلي دتېرو څلور یا پینځوؤ لسیزو راهسې د 50 نه نیولي تر60 لکو افغانانو ته پاکستان دټولو حقونو ترڅنګ پناه ورکړې ده خو ددې برعکس افغانستان هغو ترهګرو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده چې دپاکستانیانو وینې تویوي.

دخواجه اصف له دې څرګندونو یوازې یوه ورځ وړاندې د پاکستان پوځ هم په بيان کې ویلي وؤ دپاکستان کې دننه ترهګریزو فعالیتونو کې کې د افغانانو ککړتيا د اندېښنې وړ خبره ده اؤ په پاکستان کې دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو به ورته کلک ځواب اووايي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دا افغانستان پرضد دا تندې اؤ تیزې څرګندونې وروسته له هغې کړي چې دجولایي په 12مه نیټه په ږوب کې په پوځي چاوڼۍ یو ترهګریز برید کې لږ تر لږه 12 پاکستاني پوځیان ووژلی شول.

په افغانستان واکمنو طالبانو لا دپاکستاني پوځ اؤ حکومتي چارواکو تورونو ته څه ځواب نه دی ویلی خو پروسکال دپېښور په پولیس لاین دشوي برید نه وروسته چې پاکستاني چارواکو دغه برید کې دافغانستان دخاورې دکارول کیدو تورنه ولګول نو هغه مهال طالبانو دپاکستان په دریځ سختې نیوکې کړې وې.

دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هغه مهال ویلي وؤ ،پاکستان دې دترهګرۍ رېښې دخپل هیواد دننه ولټوي ځکه چې په افغانستان کې ترهګري نشته .

امیرخان متقي ویلي وؤ ترهګري که په افغانستان کې وه نو د دلته نه به نورو ګاونډیو ګاونډیو هیوادونو لکه ایران،تاجکستان، ازبکستان وغیره ته خوره شوې وه خو دا چې یوازې پاکستان دترهګرۍ نه سر ټکوي نو باید پاکستان له خپله انده ددغه هیواد دننه کیدونکو دترهګرۍ دپېښو پلټنې وکړي.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف پخپل ټویټ کې خبرداری ورکړی چې دا صورتحال نور دوامداره نه شي پاتې کیدای اؤ پاکستان به دخپلې خاورې اؤ خپلو وګړو د تحفظ لپاره ټولې وسیلې پکار راولي.

د وایس اف امریکا د ایاز ګل د رپورټ له مخې د روان کال وړومبیو شپږ نیمو میاشتو کې دپاکستان دننه ترسره شوؤ ترهګریز بریدونو کې دامنیتي عسکرو په ګډون تر 400 زیات کسان وژل شوي دي.

رپورټ وایي په دې بریدونو کې دپاکستاني پوځ نزدې 120 افسرانو اؤ ځوانانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې دترسره شوؤ دې خونړیو ترهګریزو بریدونو ذمه واري زیاتره تحریک طالبان پاکستان،داعش اؤ بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې ده.

د پاکستان لخوا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د موجودګۍ دعوې په وړومبي ځل نه دي شوي ، له دې وړاندې هم د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله دغه تورونه لګولي او په افغانستان کې واکمنو طالبانو یې رد کړی دی.

په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چوهدري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، او پاکستاني چارواکو د افغانستان سفرونه کړي او د افغانستان نه واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفرونه هم کړي خو د پاکستان لخوا د تورونو لړۍ دوامداره پاتې شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG