لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او ایران د پوځونو مشرانو په تهران کې پر دوه اړخیزو دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د تېر کال په نومبر کې د پوځي واک تر سمبالولو وروسته په لومړي رسمي سفر ګاونډي هېواد ایران ته تللی او هلته له پوځي او ملکي چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کوي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې آی ایس پي آر د جمعې په ورځ په یو لنډ خبر کې ویلي وو، چې جنرل سید عاصر منیر به دوې ورځې په ایران کې وي او له پوځ او ملکي چارواکو سره به ویني:

"د سفر په مهال به د پوځ مشر له دفاعي او امنیتي همکارۍ سره پر تړلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کوي".

پاکستان دعوه کوي چې له خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو چین او ایران سره ښې اړیکې لري، خو له خپل همېشني دښمن هند سره یې د کشمیر د لانجې له کبله اړیکې خرابې دي او پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره یې هم پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدونو کوونکې وسلوالې ډلې ټي ټي پي له کبله اړیکې ښې نه دي.

د پاکستان سرکاري ټیلیویژن پي ټي وي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې جنرل عاصم منیر د شنبې- خالي په سهار په پایتخت تهران کې د ایران د پوځ له مشر مېجر جنرل محمد باقري سره لیدلي دي:

"په دې لیدنه كې د دواړو اړخونو تر منځ د دفاعي همکارۍ په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې".

که څه هم د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې نه دي ویلي چې د پوځ له مشر سره په سفر کې نور څوک تللي که نه، خو د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې جنرل عاصم منیر د پوځ د یو اعلی پلاوي په مشرۍ ورغلی دی.

ایرنا وایي د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو د لیدنې مقصد د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو زیاتول او د پوځي، تعلیمي، دفاعي او امنیتي همکارۍ پراخول وو.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ وایي په لیدنه کې مېجر جنرل باقري د دواړو څنګلورو هېوادونو تاریخي پس منظر د دوه اړخیزو اړیکو او په بېلابېلو برخو خصوصاً د پوځي همکارۍ د پراختیا بنیاد وباله.

ایراني رسنۍ وایي جنرل عاصم منیر د شنبې- خالي په ماښام د ایران د پاسداران انقلاب ځواک له مشر حسین سلامي سره هم په تهران کې لیدلي او دواړو د خپلو ګډو پولو په اوږدو کې د ترهګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

دا نه ده معلومه چې د پاکستان د پوځ مشر به د ایران له کومو ملکي چارواکو سره ویني، خو په اسلام اباد کې د ایران سفارت پر خپل ټویټر او فېسبوک د هغه د سفر تود هرکلی کړی او وایي د هغه دا سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخیزو اړیکو د پرمختګ اراده ښکاره کوي:

"دا سفر د اړیکو د پراختیا په لور یو لوی پرمختګ دی، د دې سفر کامیابۍ به محسوسې او مثبتې ثابتېږي".

د پاکستان د پوځ مشر په داسې وخت ایران ته سفر کړی چې تېره اوونۍ د دې هېواد په سیستان- بلوچستان صوبه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه تاڼه برید کړی وو، چې د چارواکو په وینا د څلورو بریدګرو په ګډون دوه پولیس افسران هم پکې وژل شوي وو.

د دې برید ذمه واري جیش العدل وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه. دې ډلې په تېرو کلونو کې په ایران کې د ګڼ شمېر بریدونه ذمه وارۍ منلې دي او ایران تور لګوي چې دا ډله د پاکستان په بلوچستان کې فعالیت کوي خو پاکستان یې دا تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG