لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې: د امریکې نیژدې نیمایي 49 فیصده خلکو ویلي د خپل هېواد له جمهوریته خوشاله نه دي


واشنګټن ــــ د یوې نوې سروې له مخې د امریکې په هرو 10 بالغه کسانو کې یواځې یو تن وایي چې په دې هېواد کې جمهوریت یا ډیموکرېسي سم کار ورکوي او وایي د امریکایانو د ګټو په سمه توګه استازیتوب کوي.

د نظرپوښتنې له مخې په مجموعي توګه د هېواد نیژدې نیمایي 49 فیصده خلکو ورته ویلي چې جمهوریت په امریکا کې سم کار نه کوي، 40 فیصده کسانو ویلي تر څه حده کار کوي او یواځې 10 فیصده خلکو ویلي چې ډېر یا بېخي ډېر ښه کار کوي.

د اسوسیېټیډ پریس او د امریکا د عامه اړیکو د څېړنیز مرکز «نارک» په ګډه نظرپوښتنه کې اکثرو بالغه امریکایانو ویلي چې له اقتصاد او حکومتي لګښتونو نیولې د ټوپک تر پالیسۍ، کډوالۍ او د حمل تر سقاط پورې د ملک قوانین او پالیسۍ یې د اکثرو امریکایانو له غوښتنو سره سم نه دي.

د سروې له مخې 53 فیصده کسانو ورته ویلي چې د امریکې کانګرس د جمهوري ارزښتونو په ساتلو کې "ناوړه دنده" تر سره کوي، خو په نستب یې یواځې 16 فیصده کسانو ویلي چې نه ګانګرس ښه کار کوي.

اسوسیېټیډ پریس وایي د دې نظرپوښتنې نتیجې په لویه کچه د امریکې د خلکو سیاسي بېګانګي ښکاره کوي ځکه چې وایي په سیاسي توګه وېشلی هېواد اوس د کورونا وبا له اغېزه را وځي او د ګرانۍ او کسادبازارۍ ویرې یې اقتصادي بحالي له ډار سره مخ کړې ده.

د سروې په مرکو کې ځواب ورکوونکو ورته ویلي چې د جمهوریت د مشینونو په اړه دومره اندېښمن نه دي چې څنګه کار کوي، خو د انتخاباتو د قوانینو او د خپلو ووټونو د فهرستونو او د هغوی د نتایجو په اړه زیات اندېښمن دي.

شاوخوا نیمایي خلکو دا هم ویلي چې د امریکې دواړه سیاسي ګوندونه د جمهوریت د ساتلو لپاره ناوړه کار کوي، په دوی کې 47 فیصده خلکو د ډیموکرېټ ګوند په اړه دا نظر ورکړی او 56 فیصده خلکو د ریپبلکن ګوند په اړه دا نظر لري.

نظرپوښتنه ښیي 53 فیصده امریکایانو ویلي حکومت "د دوی غوندې خلکو" د نظرونو ښه استازیتوب نه کوي، 35 فیصدو ویلي د دوی یو څه ښه استازیتوب کوي او 12 فیصدو ویلي د دوی ډېر او بېخي ښه استازیتوب کوي.

په تقریباً‌ 10 کې شپږ د ریپبلکن غړي او ازاد خلک داسې احساسوي چې حکومت د دوی په څېر خلکو ښه استازیتوب نه کوي او په نیژدې 10 کې څلورو ډیموکرېټانو همدا خبره کړې ده.

نظرپوښتنه ښیي د امریکایانو لوی اکثریت یعنې 71 فیصده خلک فکر کوي کوم قوانین او پالیسۍ چې جوړېږي وایي اکثره امریکایان غواړي چې هغه باید زښته زیات مهم وي، خو یواځې 48 فیصده خلک دا په عمل کې ریښتیا ګڼي.

د سروې له مخې د خلکو نظرونه په ځینو ځانګړو مسایلو کې نور هم منفي شي، وایي تقریباً په درې کې دوې برخې لویان وايي د کډوالۍ پالیسي، حکومتي لګښتونه، د سقاط حمل او ټوپک پالیسي د اکثرو امریکایانو د نظرونو استازیتوب نه کوي.

ډېر نور امریکایان بیا وایي د هېواد له اقتصاد سره سره د جنسیتي پېژندنې او ایل جي بي ټي کیو مسایلو په اړه پالیسۍ د دوی نظرونو ته په کتلو نه جوړېږي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG