د سینټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي اسټډیز شمیرې ښایي چې د پاکستان دننه په تېرو دریوؤ میاشتو کې د تشدد پېښو کې نزدې 21 فیصدي کمی لیدل شوی دی خو وایي په دې موده کې هم تر ټولو زیات بریدونه په خېبر پښتونخوا صوبه کې ترسره شوي دي.
په ډان ورڅپاڼه کې خپور د سي ار ایس ایس د رپورټ ترمخه د روان کال په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې د تشدد نه ډکو پېښو کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 358 وه چې ورپسې په نورو دریوؤ میاشتو کې دا شمیره په ښکته راغلې اؤ 284 ریکارډ کړل شوې ده.
رپورټ وایي د روان کال 2023م داپریل، مې اؤ جون درې میاشتنۍ موده کې دترهګرۍ اؤ د دې د مخنیوي176 فعالیتونو کې نزدې 284 کسان وژل شوي اؤ 291 نور ژوبل شوي دي.
رپورټ کې دعوه شوې ده چې په دې درې میاشتنۍ موده کې تر ټولو زیات بریدونه په امنیتي عسکرو شوي دي.
د سي ار ایس ایس دا رپورټ ښایي چې په تېرو دریوؤ میاشتو کې د ترهګریزو بریدونو اساسي مرکز خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبې پاتې شوې دي چې دغلته دګرد هیواد دننه د رامنځته شوؤ وژنو 80 فیصدي اؤ دټولو بریدونو 88 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.
رپورټ کې راغلي چې اسلام اباد،پنجاب اؤ سیند کې د پښتونخوا اؤ بلوچستان په پرتله دتشدد کمې پېښې شوې دي.
د رپورټ له مخې بلوچستان هغه یوازینۍ صوبه ده چې د تشدد اؤ وژنو پېښې پکې 14 فیصدي په بره تللې دي خو په سیند صوبه کې بیا په وروستیو دریوؤ میاشتو کې دتشدد پېښې تر ټولو زیاتې کمې شوي دي چې فیصدي یې د کال د وړومبیو دریوو میاشتو په پرتله 80 ښودل شوې ده.
همدا شان ویل شوي چې د وړومبیو دریوؤ میاشتو په مقابله کې په تېرو دریوؤ میاشتو کې پنجاب کې د اړي ګړي اؤ تشدد پېښو کې 55 فیصدي اؤ خېبر پښتونخوا کې 20 کمی ریکارډ کړل شوی دی.
رپورټ وایي دتېرو دریوؤ میاشتو په موده کې 121 دترهګرۍ پېښې شوي چې پکې 165 کسان وژل شوي اؤ 191 عام وګړي اؤ امنیتي مامورین ژوبل شوي دي.
رپورټ ښایي چې په تېرو دریو میاشتو کې په هره دویمه ورځ دامنیتي ځواکونو عملیات ترسره شوي خو د ترهګریزو بریدونو شمیره بیا ددغو عملیاتو نه زیاته پاتې شوې اؤ هره ورځ تر یو زیات بریدونه شوي دي.
رپورټ کې راغلي چې دتېرو دریو میاشتو په مهال دترهګرۍ121 پېښو کې103 امنیتي مامورین اؤ 62عام وګړي وژل شوي دي.
همدا شان په دې موده کې چې امنیتي ځواکونو دترهګرو،یاغیانو، تندلارو یا جرایم پیشه عناصرو پرضد کوم عملیات کړي هغې کې 119 کسان وژل شوي.
څېړونکي وایي ترهګرې ډلې په خېبر پښتونخوا اؤ د ملک په نورو سیمو کې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې منظمې اؤ فعالې شوې دي .
د ترهګرۍ په چارو ژور نظرلرونکی خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته وایي هر څو که امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې دملک په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس د بریدونو لړۍ چټکه کړې ده خو وایي بیا یې هم دترهګریزو بریدونو مخه نه ده نیولې.
ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي، په دې وروستیو کې شوؤ بریدونو ته که وکتل شي نو اوس وسله والو ډلو هم تر ډېره حده خپله تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې به که هغوي په بازارونو یا عامو ولسي ځایونو کې بریدونه کول ،اوس زیاتره امنیتي ځواکونه اؤ پوځي تنصیبات په نخښه کوي.
ښاغلی داوړ وایي، په کال 2014م کې د ترهګرو پرضد د ضرب عضب عملیاتو پیل کیدو نه مخکې چې وسله والې ډلې څومره پیاوړې وې، اوس تر هغې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظم شوې دي اؤ ډير په منظم انداز په پوځ، ایف سي اؤ پولیسو ځواکونو بریدونه کوي اؤ هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.