لاس رسیدونکی لینک

 
ګلکت بلتستان کې د سېلګرو ګاډی ګړنګ ته لویدلی، 5کسان په کې مړه شوي، 12 ژوبل
تازه خبر

ګلکت بلتستان کې د سېلګرو ګاډی ګړنګ ته لویدلی، 5کسان په کې مړه شوي، 12 ژوبل


د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د سېلګرو یو ګاډی ګړنګ ته لویدلی دی چې د پولیسو له مخې په کې پینځه سیلګر مړه شوي اؤ 12 نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دا پېښه د دیامر ضلعې په تهلیچي سیمه کې په قراقرم شاهراه یا سړک رامنځته شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼې د دیامر د پولیسو د مشر یا ایس ایس پي محمد ایاز له خولې ویلي چې پېښه کې درې مېرمنې، یو ماشوم اؤ یو سړی مړه شوي اؤ دولس نور ژوبل شوي چې د علاج لپاره د سیمې روغتون ته رسول شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي د پېښې سره مخ سیلانیان د لاهور نه ګلګت ته په یو هائ روف ګاډی کې روان ؤ چې په تهلیچي سیمه کې یې ګاډی د ډرایور نه بې قابو اؤ یو ژور ګړنګ ته ولویدو.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم په هنزه کې په دوؤ ټرافیکي پېښو کې پینځه سېلګر مړه شوي اؤ 13 نور ژوبل شوي وؤ .

په دغو پېښو کې یو ګاډی ژورې کندې ته غورځولی دی ؤ اؤ بل د غره سره جنګیدلی ؤ.

په 12م جولایي د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی ؤ چې په کې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ.

د روانې مياشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د پاکستان په اکثره غرییزه سیمو کې د ټریفک داسې قسمه پېښې رامنځته کیږي چې څېړونکي یې هم علتونه دسړکونو تنګوالی، د ګاډو خراب حالت، د موټر چلوونکو بې خوبي، بې لائسنسه موټر چلول اؤ د ټریفک اصول نه مراعاتول ښایي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG