لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته یو ځلي بیا د امریکې د خارجه وزیرې سفر: په نړېوالو ستونزو او د تعلقاتو په مضبوطه کولو خبرې کوي


واشنګټن - د امریکې د خزانې وزیره جنېټ یلېن، چین ته د خپل تازه سفر په پای کې هند ته سفر کړی چې هلته کې د نړۍ د شلو ملکونو د خزانې وزیرانو سره وګوري او ورسره په نړېوالو اقتصادي ستونزو، لکه غریبو ملکونو ته د دېوالیه کېدو د زیاتېدونکې خطرې په هکله خبرې وکړي.

په ګاندهي نګر کې د اوسېدو په وخت به مېرمن یلېن کوښښ وکړي چې د هند او امریکا ترمنځ تودېدونکي تعلقاتو ته لا زیات فروغ ورکړي. دا په تېرو نهو میاشتو کې هندوستان ته د مېرمن یلېن درېیم سفر دی.

هغه همدا راز په پام کې لري چې د هند نه پس، د ویټنام په هانوی ښار کې د سپلائی چېن په موضوع، صفا انرجۍ ته د بدلون او نورو اقتصادي موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

هند ته د امریکې د خزانې وزیرې د دې ځلي دورې مقاصد دا ښودل شوي چې په ناوړه اقتصادي حالاتو کې، د ترقي پسنده ملکونو دپاره د قرضو د انتظام په نوي کولو ټینګار وکړي، عالمي ترقیاتي بنکونه جدید کړی شي چې هغوی لا ډېر موسمي بدلون ته توجو وکړي، او د هند سره د امریکا تعلقات چې تر بل هروخت یې وسعت پیدا کړی، نور هم پسې مضبوطه کړي.

هندوستان ته د مېرمن یلېن پرله پسې سفرونه دا څرګندوي چې د چین سره د کشیدګیو په دې وخت کې، د هند او امریکا تعلقاتو څومره ارزښت پیدا کړی دی.

په همدې وخت کې، د اوکراین د جګړې په تناظر کې روس باندې د امریکا او اتحادیانو له اړخه د لګول شوو اقتصادي پابندیو باوجود، د ماسکو سره هم د هندوستان تعلقات مخ په وسعت ښکاري. هندوستان په روس باندې د بندیزونو په لګولو کې برخه نه ده اخېستې او لا هم د هغه ملک سره یې د انرجۍ په برخه کې خپل تجارت جاري ساتلی دی.

خو بیا هم امریکا په زیاتېدونکي توګه په هند باندې زړه تړلي او د هغه ملک د مشرانو هرکلی کوي.

په جون میاشت کې صدر جو بایډن په وایټ هاوس کې د هند د وزیراعظم په ویاړ د سټېټ په کچه مېلمستیا وکړه چې مقصد یې د واشنګټن او نوې ډیلي ترمنځ د تعلقاتو پیاوړي کول و. دواړو مشرانو وویل چې د امریکا او هندوستان ترمنځ تعلقات تر بل هر وخت زیات قوي دي. هغو د خپلو ملکونو ترمنځ د تجارت په برخه کې هم نوې معاملې اعلانې کړلې.

امریکا کې د سټراټېجیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز کې د هند-امریکا د پالیسۍ یو ماهر رېمونډ ویکري وایي، د چین د دورې نه سمدستي وروستو، هند ته د امریکې د خزانې وزیرې جنېټ یلېن تګ له دې اړخه اهم دی چې هندي چارواکي په هغو جزئیاتو خبریږي چې بجېنګ کې د چینایي چارواکو او یلېن په ملاقاتونو کې په څه موضوعاتو خبرې شوي او هند یې په تناظر کې د چین سره خپل اقتصادي تعلقات څنګه جوړ کړي.

ویکري زیاتوي: " هغوی (هند) به کوښښ وکړي په دې پوهه شي چې آیا امریکا په دې اړه سنجیده ده چې خپل ځيني کاروبارونه د چین نه هندوستان ته انتقال کړي او که نه."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG