لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلم ټولنه: 115 ورځې وشوې طالبانو مطیع الله ویسا په بې له کوم جایز دلیله په بند کې ساتلی


واشنګټن ـــ څه کم څلور میاشتې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا لا په بند کې ساتلی او تر اوسه یې دا هم نه دي‌ ویلي چې آیا هغه عدالت ته وړاندې شوی یا یې په ضد څه مقدمه هم درج شوې ده که نه.

د ویسا په مشرۍ «د قلم لار» ټولنې ادارې، د هغې رضاکارو کارکوونکو او د ویسا کورنۍ "ډېره اندېښنه" ښکاره کړې چې وایي مطیع الله ویسا له 115 ورځو راهیسې "ولې په بند کې بې له کوم جایز دلیله ساتل شوی دی".

د «قلم لار» ټولنې یو بل مشر او د مطیع الله ویسا ورور عطاءالله ویسا وایي د ورور تر نیول کېدو وروسته یې د ادارې "پر ډېرو کارونو سیوری لوېدلی" او اغېزمن شوي دي ځکه چې وایي‌ ټیم د هغه خوشي کېدو ته منتظر دی، خو وایي "بیا هم څه څه کارونه د معمول سره سم مخته روان دي".

قلم ټولنې د وي او اې ډیوه په ګډون رسنیو ته تازه یوه اعلامیه لېږلې چې پکې یې ویلي د ویسا د قضیې په اړه "هیڅ روښانتیا نه شته" او دعوه کوي چې هغه اوس د طالبانو له استخباراتو د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د مخنیوي ادارې ته سپارل شوی دی.

قلم ټولنه وایي تر اوسه چې پر ویسا کوم ښکاره تور نه شته نو بلې ادارې ته د سپارلو پر ځای باید خوشي شوی وای:

"تر اوسه پورې یواځې یو جواز وړاندې شو چې ولې د هغه نیولو پراخ غبرګونونه درلودل نور هیڅ هم روښانه نه دي، حتی په دواړو اخترونو کې کورنۍ ته نه ټیلیفوني او نه هم مخامخ د هغه د لیدنې اجازه ورکړل شوې ده".

مطیع الله ویسا د «قلم لار» ټولنې مشر دی چې د مارچ میاشتې پر 27مه یې د کابل په خوشال خان مېنه کې له خپل یو مشر ورور سره په یو جومات کې د مازدیګر لمونځ کړی وو او را وتلو سره سم د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو.

قلم ټولنه وایي د مطیع الله ویسا قضیه "ګونګه او له پامه لوېدلې ده" او تور پورې کوي چې "د هغه ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي"، ځکه چې وایي هغه ته نه د خبرو او نه هم د خپل ځان د دفاع حق ورکړل شوی دی:

"ښاغلي ویسا نه کوم سیاسي‌ مقصد درلود نه د کومې سیاسي ډلې غړی وو، ولې له هغه سره دومره ناعادلانه او له انصافه لرې چلند کېږي؟".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویسا تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د وي او اې اشنا خبریال سلیمان اشنا ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې د دوی د نظام په ضد څوک اقدامات کوي هغه به خامخا نیول کېږي. مجاهد ویلي وو:

"د ویسا په نامه کوم کس چې وو بې له دې چې نظام په جریان کې واچوي خپلسري اقدامات یې درلودل، پټې او ښکاره غونډې یې درلودې، له دباندې یې اړیکې درلودې او دستور یې له دباندې نه اخیسته، هغه باید د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغوښتل شي".

قلم لار ټولنې ویلي چې طالبانو ویسا په "نامعلومو ځایونو" کې ساتلی دی چې وایي باید په دې اړه سپیناوی وکړي او مطیع الله ویسا ژر خوشی کړي.

دې ټولنې له طالبانو غوښتي چې مطیع الله ویسا ته دې "ټول اساسي حقونه" ورکړل شي، د هغه مقدمه دې "د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو په رڼا کې" وڅېړل شي او د هغه د روغتیا او حالت په اړه دې معلومات ورکړل شي.

طالبانو بیا دا درېیمه میاشت ده چې د مطیع الله ویسا په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي، چې آیا هغه په څه حال کې دی، عدالت ته وړاندې شوی که نه او نه یې د هغه د خوشي کولو په اړه د بشري حقونو د تنظیمونو او د ویسا د کورنۍ غوښتنو ته څه جواب ویلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو یو ځل بیا د مطیع الله ویسا او د هغو خبریالانو او فعالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده، چې طالبانو نیولي او د دوی په وینا په غیرقانوني توګه یې په بند کې ساتلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG