لاس رسیدونکی لینک

 
ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېل پټلۍ غزولو د لارې په اړه درې اړخیز سند لاسلیکوي
تازه خبر

ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېل پټلۍ غزولو د لارې په اړه درې اړخیز سند لاسلیکوي


واشنګټن ـــ د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې یو پلاوی پاکستان ته تللی او ټاکل شوې چې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان تر منځ یو ګډ سند لاسلیک شي چې د ازبکستان د رېل پټلۍ له پاکستان سره وتړي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې پاکستان ته به د رېل دغه پټلۍ د ازبکستان د ترمز له لارې د افغانستان مزار شریف او بیا لوګر ته راځي او له هغه ځایه به خرلاڅي دروازې له لارې د پښتونخوا په کورمه ضلع کې پای ته رسېږي.

د طالبانو د رېلوې اتارټي «د اوسپنې پټلۍ ادارې» د مشر ملا بخت الرحمان شرافت په مشرۍ پلاوی د پاکستان د رېلوې اتارټي په بلنه د درې اړخیزو خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی او هلته یې له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ ادارې پر ټویټر لیکلي چې پرون د دوشنبې- ګل په ورځ د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ لوړ رتبه چارواکو تر منځ د «افغان- ټرانز» اوسپنې پټلۍ منصوبې د لار نقشې په اړه درې اړخیزه ناسته وشوه.

وایي په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت وینا وکړه او هغه ډېر ټینګار پر دې وکړ چې باید ژر تر ژره د افغان ټرانز اوسپنې پټلۍ منصوبې عملي چارې پیل شي:

"په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانز اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي او تخنیکي امکان سنجي مطالعې سرته رسولو او همدارنګه دې پروژه کې پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو را جذبولو په موخه پر کلني پلان موافقه وشوه".

د پاکستان د رېلوې وزارت وایي د ګل- دوشنبې په ورځ‌ په درې اړخیزه غونډه کې د پټلۍ لار نقشه فیصله شوه، خو وایي پر ګډ پروټوکول یا سند باندې لاسلیکونه به د جولای پر 18مه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې کېږي.

وزارت پر خپل ټویټر لیکلي د دې منصوبې مهم مقصدونه د ترمیز، مزار شریف، لوګر او خرلاچي لارې په وسیله د ازبکستان د رېل پټلۍ د پاکستان له رېلوې سره تړل دي:

"دا به یو رېل لینک یا زنځیر جوړ کړي او دا رېلوې لاین به له مسافرو او مال وړونکو ګاډو دواړو سره مرسته وکړي".

د پاکستان د رېلوې وزارت وایي د یو اې پي یا د ازبکستان افغانستان او پاکستان د رېلوې پټلۍ غزولو دا منصوبه به نه یواځې د سیمې د هېوادونو د ټرانزټ او د درې اړخیز تجارت لپاره ګټور وي بلکې د خلکو تر منځ به یې هم اړیکې جوړې کړي.

د ډان د خبر له مخې ازبکستان اټکل کړی چې دغه 760 کیلومیټره د رېل اوږده پټلۍ به د ازبکستان او پاکستان تر منځ د سامانونو وړلو راوړلو وخت هم پینځو ورځو ته را کم کړي.

وایي دا به د سامانونو د وړلو کرایه هم لږ تر لږه 40 فیصده را کمه کړي.

ټاکل شوې ده چې دا منصوبه به د 2027م کال تر پایه بشپړه شي او له هغه وروسته به ټرېنونه د دې وړ وي چې تر 2030م کال پورې په یوه کال کې 15 میلینه ټنه سامانونه یوسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG