واشنګټن- د امريکا د پارلمان د خارجه چارو کمېټۍ د جو بايډن د حکومت نه غوښتنه کړې پارلمان ته دې پوره تفصيل ورکړي چې ايا په پاکستان کې د جيل ډاکټر شکيل افريدي ازادي به په امريکا کې د سزا شوې ډاکټر عافيه صديقي د ازادۍ سره خو تړلې نه وي؟
دا پوښتنه د ايوان د خارجه کمېټۍ غړي او د کيليفورنيا نه منتخب کانګرس مين بريډ شرمن د امريکا د خارجه چارو د وزارت معاون سيکرټري او د پاکستان د پاره د ياد وزارت خصوصي استازې الزېبت هارسټ نه کړې.
په ځواب کې الزېبت هارسټ ويلي “مونږ د ډاکټر افريدي د پاره انديښمن يو ځکه هغه بې ګناه دی، خو د هغه ازادي د سزا شوې عافيه صديقي د ازادۍ سره د تړلو په حقله څه نه شم ويلی. زه به د دې معاملې پوره قانوني جاج اخلم هله به څه وويلی شم”.
ډاکټر شکيل افريدي ته په پاکستان کې مېشت د القاعده مشر اوسامه بن لادن په معلومولو او په نتيجه کې يې په امريکايي اپريشن کې د هغه د وژلو په سر د انګرېز د وخت بدنام قانون فرنټير کرايمز ريګوليشن لاندې 33 کاله د جېل سزا ورکړی شوې ده.
بريډ شرمن وويل “د ډاکټر شکيل افريدی کورنۍ امريکايي نه ده نو ځکه څوک په وزارت خارجه فشار نه اچوي؟ ځکه په جيل کې دی؟ ماته تېرو ټولو چارواکو ډاډ راکړی چې د شکيل افريدي ازادي به د عافيه د خوشي کېدو سره نه تړي”.
ښاغلي شرمن وويل حکومت دې دا په ډاګه کړي چې امريکا د ډاکټر شکيل افريدي د ازادۍ د پاره څه کوي او هغه ځکه په جيل کې دی چې د زرګونو امريکايانو د ؤژلو د ذمه وار تن درک يې امريکا ته ورکړی وو؟
ياد کانګرس مين وويل چې که د امريکا ولسمشر وغواړي د عافيه صديقي ازادي د ډاکټر شکيل د ازادۍ سره مشروط کولی شي خو په ځواب کې يې الزېبت هارسټ وويل “زه به د دې قانوني حيثيت ګورم او اوس پرې څه نه شم ويلی”.
د شکيل افريدي د ازادۍ په اړه ښاغلي شرمن وويل د امريکايي چارواکو نه دا ډېر ډېر اوري شکيل افريدي به ازادوو خو ريښتيا هم د هغه د ازادۍ د پاره کوم کوټلي ګامونه پورته کيږي؟
اغلې هارسټ د پاکستان د راتلونکو انتخابونو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل د دې د معلوماتو تر حده په پاکستان به نوي انتخابونه تر نومبر د مياشتې د ختمېدو وړاندې وشي.