لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ ته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د اړولو د هڅو له امله د جرمي پلټنو هدف دی
تازه خبر

ټرمپ ته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د اړولو د هڅو له امله د جرمي پلټنو هدف دی


واشنګټن – د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې ده داسې یو لیک ترلاسه کړی په کوم کې چې هغه ته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د اړولو د هڅو له امله د عدلیې وزارت لخوا د پلټنو لاندې دی.

اسوسېټېډ پریس خبري رسنۍ په دې اړه راپور کې لیکلي، داسې ښکاري چې ټرمپ به ژر د امریکايي څارنوالانو لخوا تورن وګڼل شي.‌

نوي فدرالي تورونه به په نیویارک او فلورېډا کې د ایالتي او موجوده فدرالي تورونو سره یوځای، او همدارنګه په جیورجیا کې د ټاکنو په اړه پلټنو کې د مداخلې د تورونو سره په ګډه د ټرمپ لپاره د حقوقي ستونزو نوملړ نور هم اوږد کړي، په داسې حال کې چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز ګوند نوماند دی.

ټرمپ ددغه هدفي لیک په اړه معلومات په خپلې ټولنیزې رسنۍ ورکړی او ویلي یې دي، چې هغه دغه لیک د اتوار یا یکشنبې په شپه ترلاسه کړی او دی پکې د تورن کېدو اټکل کوي.

داسې لیک کله له تورن کېدو مخکې استول کېږي چې د پلټنو لاندې تورن کس ته وویل شي چې څارنوالانو له جرم سره د هغه کس د تړاو په برخه کې شواهد ترلاسه کړي دي.‌

ټرمپ همدارنګه داسې یو بل لیک تېره میاشت د جلا هغو تورونو په تړاو ترلاسه کړی و چې په غیر قانوني توګه د محرمو یا پټو اسنادو د ساتلو په هکله د شویو پلټنو په اړه و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG