واشنګټن - د امریکا یوه څارونکې اداره وایي کانګرس ته یې په دې اړه معلومات څرګند کړي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو څنګه نړېوالې بشري مرستې کنټرولوي او په مختلفو مقاصدو یې کاروي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو باندې د امریکا د سرڅارونکې ادارې (سیګار) مشر جان سوپکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د لندن په کېنګ کالج کې یوې دستورې ته وویل: "مونږ د اېوان نمایندګان د خارجي کمیټې غوښتنې ته د ځوابونو د برابرولو په لړ کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د ستونزو په اړه، ځیني ډېر یروونکې معلومات راپیدا کړل."
سوپکو د دغو موندنو په اړه څه جزئیات څرګند نه کړل، خو ویې ویل چې د اېوان نمایندګان د خارجه چارو کميټې سیګار ادارې ته دنده سپارلې وه چې پلټنه وکړي او دوی ته احوال ورکړي چې آیا افغانستان ته د امریکا مرستې، طالبانو ته ګټه رسوي او که نه.
سوپکو وویل: "ګڼ شمېر د کانګرس غړي زړه نازړه دي چې که د رنځ او کړاو سره مخ افغانانو ته بشري امداد ورکړي، د دې مرستې څومره برخه به هغه رژیم (طالبانو) ته په برخه شي کوم چې مونږ ترې کرکه لرو."
وي او اې د بشري امداد او دا چې په څه طریقه استعمالیږي، د زیارت/پنجشنې په ورځ د ملګرو ملتونو چارواکو ته پوښتنې ورولېږلې، خو هغو تر اوسه څه جواب ندی ورکړي.
په طالبانو باندې د امریکې له خوا د ډېر کلونو راهېسي پابندۍ لګېدلي دي، او دا پابندۍ هغه وخت ورباندې لګېدلي چې طالبان په اول ځل د ۱۹۹۰ کلونو په وخت، افغانستان کې واکمن پاته و.
امریکا د 2002 او 2022 کلونو ترمنځ، څه باندې 146 بلین ډالر د افغانستان د بیارغونې په چارو ولګولې، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، امریکا هغه ملک ته ټول ترقیاتي امداد خپل ملتوي کړ.
طالبان دا نه مني چې ګني هغوی د بشري مرستو په پروګرامونو کې مداخلت کوي. طالبان په امریکا او نورو مغربي مرسته کوونکو تور لګوي چې ګني د افغانستان دپاره مرستې، د سیاست سره تړي.
مګر بل اړخ ته د طالبانو سختدریځه اسلامي حکومت په مرستندویه چارو باندې د جنسیت په بنیاد محدودیتونه لګولي او افغانې ښځې یې ملګرو ملتونو او نورو غیردولتي تنظیمونو سره د کار کولو نه ایسارې کړي دي چې په نړېواله کچه دا تګلاره غندل شوې او د ښځو ضد بلل شوې ده.
په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي چې د هغه نړېوال تنظیم د کارمندانو په اړه د مداخلت ګڼ شمېر پېښې مخې ته راغلي او دا واقعې دوام لري.
تېره میاشت د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي، سېکیوریټي کونسل ته پخپل بیان کې وویل چې تر اوسه دغسې څه 118 پېښې ریکارډ کړی شوي دي.