لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس: د سپريم کورټ خبرولو بغېر دې د ملکي خلکو ضد پوځي عدالتونو کې مقدمې پېل نه کړی شي


پاکستان کې د ملکي خلکو ضد پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو ضد خواستونو باندې اورېدنه کې چيف جسټس عمر عطا بنديال ويلي، د سپريم کورټ د خبرولو بغېر دې د ملکي خلکو ضد پوځي عدالتونو کې مقدمې پېل نه کړی شي.

د جمعې په ورځ د چيف جسټس په مشرۍ د شپږو ججانو ډلې اورېدنه کړې ده.

اټارني جنرل منصور عثمان عدالت ته دلايل وړاندې کړي او ويلي یې دي عدالت ورته لارښوونه کړې وه اوهغه د نهمې مې د پېښو په شا د منظمه پلان خبره کړې وه.

هغه ويلي د نهمې مې په پېښو کې د ککړو 102 کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو په لړ کې د احتیاط نه کار اخستل شوی دی.

د ځايي رسنيو ترمخه د جسټس اعتزاز احسن وکیل لطيف کهوسه عدالت ته ویلي، نن چې په ملک کې څه روان دي دا د پوځي امر ضيا الحق په مارشل کې روان وو.

چيف جسټس ويلي، اوسنی وخت دې د ضیا الحق د دور سره ونه تلل شي دا نه د ضا الحق دور دی او نه مارشلا ده که مارشل کې لګېده عدالت به مداخلت کوي.

ويل شوي په اورېدنه کې د پوځي عدالتونو په طريقه کار بحث شوی او اټارني جنرل ویلي، په 21م اييني بدلون کې د ملکي خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو قانون په عمل کې راغلی دی.

اټارني جنرل عدالت ته ويلي په پوځي عدالتونو کې تورن تن ته د وکيل اختيار ورکول کيږي هغه پوځي قانون پوهه يا بهرنی وکیل هم کولی شي.

چيف جسټس ویلي، په پوځي عدالتونو کې تورن تن ته د دفاع دپاره کم وخت ورکول کيږي خو اټارني جنرل ويلي، تورن تن ته د دفاع دپاره پوره حق ورکول کيږي.

د رپورټونو ترمخه اټارني جنرل عدالت ته ويلي په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه دي پېل شوي او چيف جسټس ويلي د مقدمو پېل کېدو نه وړاندې دې عدالت خبر کړی شي.

جسټس مظاهر علي اکبر نقوي پوښتنه کړې د کومو کسانو ضد چې پوځي عدالتونو کې مقدمې کيږي هغه چرته ساتل کيږي؟

اټارني جنرل ويلي هغه په جېل کې دي ټولې ضروري اسانتياوې ورته ورکړی شوي دي.

د بحث وروسته اټارني جنرل د عدالت نه د بلې اورېدنې دپاره د يوې مياشتې وخت غوښتی او بيا اورېدنه ځنډول شوې ده.

د پاکستان پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه، د پاکستان ياد قانون پوهه وکيل اعتزاز احسن او پخواني وزیراعظم عمران خان په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد مقدمو چلولو خلاف سپريم کورټ ته خواستونه کړي وو.

پاکستان کې په نهمه مې د عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

عمران خان ويلي، په حقيقت کې په نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

په 26 جون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG