واشنګټن - هندوستان، په هېواد کې دننه د سېوا کېدونکو نرخونو د وجې او له دې ېرې چې آینده فصلونو کې به کمی راشي، د څو کېټګوریو وریجو په برامداتو پابندي لګولې ده، چې د څېړونکو ترمخه، دا به په نړېواله مڼديې کې د غله دانې بیعې نورې هم اوچتې کړي.
هند د نړۍ په کچه د وریجو تر ټولو ستر برامد کوونکی هېواد دی چې څلوېښت فیصدي د وریجو کاروبار ورپورې اړه لري او د هغه ځایه د نړۍ 140 ملکونو ته وریجې برامد کیږي.
د هند حکومت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پابندیو په اعلانولو سره وویل چې په تېر یو کال کې نرخونه په هغه ملک کې تر 11.5 فیصدو او په تیره میاشت کې 3 فیصدو پورې په بره تللي دي.
د هند د صارفینو د چارو وزارت پخپل یو بیان کې وویل چې د برامداتو پالیسي کې یې په دې وجه تبدیلي راوستې ده چې "د هند په منډيې کې د غیرباسمتي سپینو وریجو کافي دستیابي یقیني شي او په ملک کې دننه د بیعو د لوړېدو مخه ونیولی شي."
په بیان کې ویلی شوي چې دا پابندي په فوري توګه د عملي کېدو وړ ده.
هند په داسې وخت کې دا ګام اخېستی چې څو ورځې وړاندې روس د تور سمندرګي د لارې د اوکراین غله دانو د برامداتو له لوظنامې نه په شا شو او په نړېواله کچه یې دا ېره پیدا کړه چې د خوراکي موادو په بیعو کې به اضافه راشي.
د انډین اکسپرس اخبار د زرعي څانګې اېډېټر هرېش دامودرن وي او اې ته وویل: "د هند د وریجو د پابندۍ اثر به په نړېوالو نرخونو باندې محسوس شي. دا کار په داسې وخت کې وشو چې د تورسمندرګي انشيټيو موده ونه غځېدله. په داسې وخت کې چې د غنمو تجارت ته لوی خلل پیدا شوی، هند هم د وریجو برامدات بند کړل چې دا به د نړۍ د غله دانو منډیو ته یو بل ټکان ورکړي."
د هريش وینا وه چې هندوستان تر دې وړاندې د کاله دوه ویشت نیم میلینه ټنه وریجې برامد کولې، خو اوس چې د ځینو وریجو په برامداتو پابندي ولګېدله، نو څلوېښت فیصده به په برامداتو کې کمی راشي.
څېړونکي وایي چې هند د خوراکي موادو د کمي سره مخ دی او داسې نه ښکاري چې ډېر ژر دې دا لګول شوې پابندۍ لېرې کړي.
د خوراکي موادو د بیعو لوړېدل د هند حکومت دپاره حساسه مسئله ده، ځکه سږکال د هند په څو ایالتونو کې ځایي انتخابات، او بیا آینده اپرېل میاشت کې په ټول هند کې عمومي انتخابات کېدونکي دي.
تر دې وړاندې، هند د غنمو په برامداتو هم محدودیتونه لګولي و، چې تر اوسه نه دي لېري شوي.