د خېبرپښتونخوا په څو ضلعو کې د بارانونو له امله سېلابونو، غرونو ښوېدو او نورو پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي دي.
په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، پرون د اتوار په ورځ ویلي، په تېرو 48 ساعتونو کې د تېزو بارانونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې نهه کسان مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.
د مړينو او ژوبلو پېښې په بونير، سوات، بټګرام او مانسهره کې شوي دي.
ادارې ويلي، په صوبه کې د سېلابونو او بارانونو له امله 67 کورونو ته تاوان اوښتی او اووه په مکمله توګه تباه شوي دي، کورونو ته زیات تاوان په بر او کوز چترال کې اوښتی دی.
د محکمه ريلیف سيکرټري عبدالباسط ويلي، د صوبايي حکومت په لارښوونه یې د بارانونو او سېلابونو څخه اغېزمنو ضلعو دپاره 60 ملينه روپۍ جاري کړي دي.
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] پرون ويلي، په تېر شوا روز کې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره نورو پېښو کې نهه کسان مړه شوي دي.
په 23مه جولايۍ خپور کړي رپورټ کې ادارې ويلي، پينځه کسان په خېبرپښتونخوا، دوه په پنجاب او دوه تنه د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې مړه شوي دي.
د ادارې ترمخه د 25م جون څخه د بارانونو له امله په پېښو کې د مړو شمېره 133 ته رسېدلې او 215 کسان ژوبل شوي دي.
په 21مه جولايۍ د پاکستان د موسمياتو محکمې د ملک په برنو علاقو کې د22م جولايۍ څخه تر 26مې جولايۍ پورې د بارانونو ورېدو امکان څرګند کړی او په غرييزو علاقو کې د غرونو ښوېدو د خطرې ویلي وو.
د موسمیاتو محکمې ویلي وو د 22مې جولايۍ نه تر 26مې جولايۍ پورې به په چترال، دير، سوات، شانګله، بونېر، مانسهره، کوهستان، اېبټ اباد، هري پور، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کورمه، لکي مروت، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، بنو، کرک او وزیرستان کې د تېزو سيلو سره په دمې دمې سره باران او په ځينو ځايونو کې د تېزې سيلۍ سره تېز باران وي.
د 22مې جولايۍ نه تر 24مې جولايۍ پورې په ژوب، شېراني، بارکهان، موساخېل او پنجاب سره په پوله بلوڅ سيمو او سيند صوبې د سکهر نه تر کراچۍ پورې هم د باران امکان څرګند کړی وو.
د موسمیاتو محکمې د بارانونو په ممکنه اغېزو کې د خېبرپښتونخوا په غرييزو سیمو کې د غرونو ښوېدو او بلوچستان په شمال ختيځو سيمو کې د خوړونو راوتو ویلي وو.
زميندارو ته لارښوونه شوې موسم ته په کتو دې خپل معاملات ترتيب کړي او سېلګرو ته ځان د حالاتو نه خبر ساتلو او احتیاط کولو ویل شوي وو.