د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو تحصیل کې یو تن د مذهب د سپکاوي په تورونو پولیسو نیولی اؤ د هغه پرضد یې مقدمه درج کړې ده.
د ګل یا دوشنبې په ورځ په سیمه کې خلکو د دغه پېښې پرضد سخت احتجاج کړی اؤ د پولیسو نه یې غوښتنه کړې ده چې یاد تن دې هغوی ته وسپاري ترڅو ولس پخپله سزا ورکړي.
د پبو په درب پولیس چوکۍ کې د درج شوي ایف آی ار له مخې پولیسو ته د سیمې د یو اوسیدونکي عظمت شاه له لوري ویل شوي چې په ملاقي درب چوکۍ سیمه کې د بختیار ولد نذیر په نوم یو تن قران پاک سوځولی ؤ.
د پولیسو لخوا د درج شوي ایف آی ار له مخې د سیمې ګڼو کسانو د قران پاک سوځوونکی بختیار نومی تن نیولی اؤ د قانوني کارروایۍ لپاره یې پولیسو ته سپارلی دی.
د نیول شوي تن بختیار تعلق هم د نزدې کلي نبي بانډې سره ښودل شوی دی.
د سیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د دغه پېښې د اطلاع خوریدو نه وروسته د ګل په ورځ د پبو د بیلابیلو سیمو په سلګونو کسان د پبو تاڼې مخې ته ورټول شوي اؤ سخت احتجاج یې کړی دی.
سرچینې وایي احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې پولیس دې نیول شوی تن هغوی ته وسپاري تر څو خلک ورته پخپله په عامه ډاګه د تیزندۍ سزا ورکړي.
سرچینې وایي دغو احتجاج کوونکو په پبو بازار کې تر څه وخته جي ټي روډ هم د هر قسم ټریفک لپاره تړلی ؤ خو وروسته د پولیسو د پلټنو د څانګې د مشر یا ایس پي انویسټی ګیشن په مشرۍ ګڼ شمیر لوړ پوړي پولیس چارواکي سیمې ته ورسیدل اؤ مظاهرینو سره یې د مذاکراتو په نتیجه کې په هغوی سړک خلاص کړو..
د پبو پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل په سیمه کې خلک سخت راپاریدلي اؤ حالات خراب دي ځکه چې خلک غواړي د قران پاک سوځوونکی تن پخپله تیزندي کړي.
هغه وویل پولیسو یاد تن له خلکو ژغورلی اؤ خوندي مقام ته یې منتقل کړی دی.
دغه پولیس چارواکي وویل پولیس د مذهب د سپکاوي د دې پېښې په اړوند پلټنې پیل کړي اؤ دا معلوموي چې ایا یاد تن کومه ذهني ناروغي لري که ولې یې قران پاک سوځولی دی.
په پاکستان کې د مذهب سپکاوی یوه حساسه معامله ده چې په قانون کې یې سزا تیزندي یا عمري بند دی خو تر دې ساعته په دې جرم هیڅوک نه دي تیزندي کړل شوي البته په بیلابیلو وختونو کې د مذهب د سپکاوي په تورونو ګڼ شمیر کسان د عدالت نه بغیر، عامو خلکو پخپل سر وژلي دي.
د تېرې مې په میاشت کې هم مردان کې د تحریک انصاف ګوند د یوې جلسې په مهال د جلسې پاریدلو برخه والو د نګار علي په نوم د سیمې یو دیني عالم په شکمنه توګه د مذهب د سپکاوي په تور د پولیسو د سترګو وړاندې وژلی ؤ.
تر دې وړاندې په کال 2017م کې هم د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان په نوم یو زده کوونکي د مذهب د سپکاوي په تورونو وژل شوی ؤ.
تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.
د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.