لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال منیر: هیواد به له موجوده ناورین وباسو، قام ته د خیرات کچکول ماتول اؤ بهر غورځول دي


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وایي"پرېکړه مو کړې ده چې هله به د قلارې سینې ساه اخلو چې هیواد د موجوده ناورین نه وباسو".

د ګل/دوشنبې په ورځ د پنجاب په خانیوال سیمه کې د یو زرعي فارم د پرانستې د ستورې ته خپله وینا کې د پوځ سرلښکر ویلي پاکستانی یو غیرتمند، ننګیالی اؤ باصلاحیته قام دی اؤ ټولو پاکستانیانو ته اوس د خیرات کچکول ماتول اؤ بهر غورځول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی اؤ د آی ایم ایف نه د پور اخستو تر څنګ یې د نورو هیوادونو نه هم په پور پیسې اخستي دي ترڅو هیواد د اقتصادي سقوط له خطره وباسي.

د پوځ مشر ویلي "امنیت اؤ معیشت خپلو کې دنوک اؤ د وورۍ په څېر دي اؤ مونږ پرېکړه کړې ده چې پاکستان به د موجوده بحران نه وباسو نو بیا به ساه د قلارې اخلو".

هغه وویل پاکستان ته الله تعالي ټول نعمتونه ورکړي دي اؤ "د دنیا یو طاقت هم مونږ له ترقۍ نه شي منعې کولی،پاکستان کې به ارو مرو زرعي انقلاب راځي"

په 11م جولایي اسلام اباد کې د خوراکي تحفظ په اړوند راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ ، هیواد کې دوهم زرعي انقلاب راروان دی اؤ له دې لارې د50 اربو ډالرو د سرمایه کارۍ هیلې شته.

هغه ویلي وؤ، د زرغون پاکستان نظر د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وړاندې کړې اؤ حکومت اؤ ټولې ادارې اوس دې ته چمتو دي چې د زرغون پاکستان له لارې هیواد په پښو ودروي.

دغه سیمینار ته جنرال عاصم منیر هم وینا کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ،پوځ د ادارې په توګه دپاکستان اقتصادي پراختیا کې کې دمرستې ملګرتیا باور ورکوي.

پوځي مشر ویلي وؤ د مسلمانانو لپاره ناهیلي کفر دی اؤ "مونږ ټول دلته د دې لپاره راغونډ شوي یو چې پاکستان یو وارې بیا زرغون کړو ،پاکستان ته الله بې کچه نعمتونه ورکړي دي"

تېره میاشت د پاکستان حکومت دملک د معاشي بحالۍ قامي منصوبه وړاندې کړې وه چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل هم جوړ کړل شوی ؤ.

حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته له اوسني اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره يواځينۍ لاره دبنيادي اقتصادي اصلاحاتو کولو ورپاتې ده .

دوی وايي، د دې لپاره دا مهمه ده چې هيواد کي سياسي ثبات وي او ټول سياسي ګوندونه يو اقتصادى ميثاق يا لوظنامه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG