لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف د ۲۰۲۳ کال د اقتصادي ودې وړاندوینه زیاته کړې خو وايي دوامداره ننګونې شته


واشنګټن – نړیوالې مالي ادارې یا آی اېم اېف د نهې یا سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل لږ زیات کړی خو خبرداری یې ورکړی چې دوامداره چېنلجونو د منځنۍ دورې وده تر اغېزې لاندې راوستې.

آې اېم اېف د نړۍ د اقتصادي کتنې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ګراني یا انفلېشن په کمېدو دی او په بانکونو باندې حاد فشار کم شوی، خو د نړۍ اقتصاد د ورپښو ګواښونو له امله لا هم لاندې دی.

دغې ادارې ویلي، دوی اټکل کوي چې په ۲۰۲۳ کال کې به اقتصادي‌ وده درې فیصده وي چې دا په اپرېل کې له اټکل شوې څخه صفر عشاریه دوه فیصده لوړه ده خو د ۲۰۲۴ کال لپاره یې په خپل اټکل کې کوم بدلون نه دی راوستی چې هغه به هم درې فیصده وي.

دوی زیاتوي، د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ لپاره د اقتصادي‌ ودې اټکل د تاریخي معیارونو له امله د ۲۰۰۰-۲۰۱۹ کالونو په پرته کمزوره پاتې شوي چې تر ډېره برید په پرمختللیو اقتصادونو کې د تولید د کموالي له امله دي او دا کېدای شي د کلونو لپاره همداسې پاتې شي.

د آی اېم اېف مشر اقتصاد پوه پیر اولیور ګورینچاس رویټرز ته په یوې مرکه کې ویلي،

"هغه څه چې اوس یې مونږ وینو هغه دا ده چې د پنځو کلونو اقتصادي وده درې فیصدو ته نېږدې برېښي او یا هم کېدای شي چې لږه پورته وي. دا له کورونا څخه د مخکې وخت په پرته د پام وړ کموالی دی."

هغه ویلي، دا په نړۍ کې د وګړو زرښت پورې هم اړه لري، په ځانګړي ډول په چین، جرمني او جاپان کې.

هغه زیاته کړه، نوې ټکنالوجي به په راتلونکو کلونو کې تولید زیات کړي خو دا بیا په خپل ځای د خواریکښو په مارکیټونو باندې ناوړه اغیز لري.

آی اېم اېف دا هم ویلي، چې د امریکا فېډ ریزف او د انګلېنډ بانک څخه تمه کېدله چې انټرسټ رېت تر هغې هم پورته کړي چې په اپرېل کې یې اټکل کېده مخکې له دې چې بیا په راتلونکې کال کې یې کم کړي.

دوی ویلي، چې مرکزي بانکونه باید د انفلېشن په وړاندې جګړه، د مالي نظارت ځواکمنول او د ګواښونو څارنه په پوره غور سره وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG