د پاکستان دبهرنیو چارو ددفترې دهند ددفاع د وزیر د هغو څرګندونو سخته غندنه کړې ده چې پکې هغه د کشمیر په ویشونکې پوله یا لاین اف کنټرول د ور اوښتو په هکله دهندي پوځ په تیاریو ویاړ کړی ؤ.
د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې پخپل یو بیان کې ویلي چې پاکستان د ځان پرضد هر تیري په وړاندې دخپلې دفاع بشپړه توان لري.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دهندي رسنیو په حواله لیکلي چې دهند ددفاع وزیر راج ناتهـ سنګهـ ویلي وؤ "مونږ دملک دعزت اؤ درناوي په خاطر تر هر حده تللی شو که په دې کې په ایل او سي ور اوختل هم شامل وي نو دې ته هم تیار یو"
ایکسرپیس رسنۍ وایي ددفاع وزیر دهندوستان پر وګړو غږ کړی ؤ چې که صورتحال ورڅخه دغسې غوښتنه وکړي نو هغوي باید دهندي پوځ ملاتړ ته ملاګانې وتړي.
د هند ددفاع د وزیر دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي په لاین اف کنټرول د ور اوختو په تیاریو دفخر کولو په اړوند دهند ددفاع د وزیر بیان پاروونکی دی.
ویاندې ویلي، دهند جګړه ییز بیانونه دسیمې امن اؤ ثبات لپاره خطره ده اؤ جنوبي ایشیا کې اسټریټجک ماحول بې ثباته کوي.
بیان کې په هندي چارواکو غږ شوی چې دانتخابي ګټو لپاره خپلو دپاکستان دپښو راښکلو رواج باید ختم کړي .
ویاندې ویلي دهند دسیاسي مشرانو اؤ پوځي افسرانو له لوري غیر اخلاقي بیانونه باید ودرول شي.
ویاندې زیاته کړې ده چې جمو و کشمیر په نړیواله کچه یوه منل شوې لانجمنه سیمه ده اؤ دملګرو ملتونو دامنیت شورا قراردونو کې شرط اېښودل شوی چې ددې سیمې په اړه غوڅه پرېکړه به دکشمیریانو دخوښې په اساس کولی شي.
بیان کې ویل شوي هند باید دکشمیر په اړه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا قراردادونه عملي کړي.
د ایټمي وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې دلسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې دترتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې دکشمیر د شخړې پسر درې سترې جګړې کړې دي.
هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م د لسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.
پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.
د هند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.