لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران متحده قامونو ته د هغو دوو ځايونو تفصيل ورکړی چرته چې يورينيم موندل شوي


د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر اسلامي چې د روان کال په مارچ کې یې په تهران کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې.

واشنګټن- ايران د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي متحده قامونو ته يې د هغو دوو ځايونو په اړه نوي معلومات ورکړي چرته چې پلټونکو ويلي دغلته د انسان جوړ کړي يورينيم نښانې موندل شوي.

د سرښار تهران سره نزدې د دغو ځايونو په هکله پلټنې د ايران د ايټمي پروګرام د څار برخه ده چې ياد هېواد خپله منصوبه په مخ وړي او نړيوال پرې انديښنې لري.

په دې هکله د ايران د سېويلين ايټمي پروګرام مشر محمد اسلامي وينا په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د کال 2015 د لوځنامې په سر د نړۍ د طاقتورو قوتونو انديښنې موجودې دي چې ګڼي ايران خپل يورينيم دومره غني کړي چې د وسلو جوړولو ته نزدې دي.

د انټرنيشنل ايټامک انرجي ايجنسي پوښتنو ته د ايران ځواب دغه هېواد د نورو بندېزونو نه ساتلی شي او په اکتوبر کې ترې په بيلېسټېک ميزايلو جوړولو بندېز ختمېدلی شي.

د کابينې د غونډې وروستو اسلامي وويل ايران د ايټمي پروګرامونو نړيوالې ايجنسۍ ته پوره تفصيل لېږلی او وايي “که دغه ځوابونه ونه منل شو او څه شک شوبه هم پاتې شوه نو څنګه چې مونږ تل ويلي مونږ به يې وضاحت وکړو او دې دستاويزاتو ته بيا کتنه وکړو”.

هغه سرکاري ټيلي وژن ته ويلي چې ايران دا وخت په دې پړاو کې دی چې نړېوالې ادارې ته نور ثبوتونه او معلومات ورکړي او نور به هم ورکړو چې دا مرحله او مسله تېره شي.

انټرنيشنل ايټامک انرجې ايجنسۍ د ايران د دريځ په اړه لا څه نه دي ويلي.

البته د اسلامي بيان د ايران په لب و لهجه کې فرق ښيي چې وړاندې يې په محدود ډول مواد او څار ته موقع ورکوله او کلونو پس يې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کال 2018 کې د ايران سره د شوې لوظنامې نه په يو طرفه توګه د وتلو وروستو په دې مسله څه ويلي دي.

اسلامي د دغه ځايونو نومونه وانه خېستل خو نړېوالې ادارې دغه ځايونه ترکوزاباد او ورامين ياد کړي چې د تهران سره نزدې دي.

د ورامين په اړه پلټونکو په مارچ کې په خپل رپورټ کې ويلي وو ايران دغه پلانټ د کال 1999 نه تر کال 2003 پورې د وړومبۍ پروژې په حيث د يورينيم د غني کولو د پاره کارولی و چې يورينيم يې ګيس ته اړول چې په سنټريفيوج کې چورلولو پس نور غني کيږي.

اداره وايي ايران دغه ودانۍ په کال 2004 کې نړولې دي. ايران په دې ټينګار کوي پروګرام يې پرامن دی خو غرب او ايي ای اي ای وايي د کال 2003 پورې ايران يو منظم پوځي ايټمي پروګرام چلولی.

په ترکوزاباد کې اداره باور لري ايران د وارامين نه څه مواد خوندي کړي وو.

په کال 2018 کې د اسرايل ولسمشر نتن ياهو په متحده قامونو کې دعوه کړې وه چې ايران دغه پټ ځايونه د ايټمي وسلو جوړولو د پاره کاروي خو ايران دا رد کړي وو.

البته د ايټمې نړيوالې ادارې د معلوماتو تر مخه د دوی د پلټنو ټيم دغلته د انسان جوړ کړي يورينيم نښانې موندلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG