لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی وزیر علي محمد خان د80ؤ ورځو له بند وروسته له زندانه خوشې کړل شو


د پاکستان تحریک انصاف یو وتلی مشر اؤ په تېر حکومت کې د پارلیماني چارو پخوانی وزیر علي محمد خان تر 80ؤ ورځو بند تېرولو وروسته له زندانه خوشې کړل شوی دی.

د علي محمد خان د خوشې کولو امر د پېښور هایکورټ د جسټس اعجاز انور اؤ جسټس فضل سبحان په شمول دوه کسیز بینج د هغه د ضمانت د خواست اوریدو نه وروسته کړی دی.

د مردان جیل څخه تر خوشې کیدو وروسته علي محمد خان ویلي په نهم مې چې هر چا "غلط" کړي دي هغوي ته باید سزا ورکړل شي.

ښاغلی علي محمد خان د نهم مې د پېښو نه وروسته پولیسو نیولی ؤ اؤ زندان ته یې اچولی ؤ . عدالت به چې د هغه د خوشې کولو امر وکړو نو پولیسو به بله مقدمه کې ونیولو اؤ دغسې د نهم مئ نه راپدیخوا هغه اته ځله نیول شوی اؤ تر 80 ورځو په زندان کې ساتل شوی ؤ.

په نهم مې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د هغه د ګوند پلویانو ټول ملک کې له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ چې د دغو احتجاجونو په مهال دولتي ودانۍ اؤ پوځي تنصیبات سوځول شوي وؤ.

په علي محمد خان هم د اړي ګړي دغو پېښو کې د لاس لرلو تورونه لګول شوي وؤ اؤ پولیسو دهغه پرضد مقدمه درج کړې وه خو علي محمد خان هغه مهال ویلي وؤ ،دی د نهم مې پېښو کې د اړي ګړي پلوی نه دی اؤ چا چې د پوځ په ودانیو اؤ تنصیاتو بریدونه کړي دي دهغوي غندنه کوي.

د پاکستان حکومت دنهم مې دپېښو پړه په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند په پلویانو ور اړوي خو عمران خان بیا دریځ لري چې په دغه ورځ اړی ګړی دتحریک انصاف ګوند بدنامولو لپاره استحباراتي ادارو پخپله کړی ؤ.

عمران خان وایي، دنهم مې دپېښو نه وروسته دهغه د ګوند تر10ؤ زرو زیات پلویان اؤ مشران نیول شوي اؤ‌ زندانونو ته اچول شوي دي.

د مردان جیل نه تر خوشې کیدو وروسته علي محمد خان د زیارت په ورځ خپل یو ویډیو بیان کې ویلي،په نهم مې چې څه وشول هغه ددوي د ګوند پالیسي نه وه.

نوموړي یو وارې بیا ویلي چې په ده دنهم مې پېښو کې د لاس لرلو ناحقه تور لګول شوی ؤ اؤ زیاته کړې یې ده هرچا چې په نهم مې غلط ګام اخستی پرضد یې باید کارروایي وکړل شي.

علي محمد خان ویلي دی به دخپل ګوند پاکستان تحریک انصاف اؤ ادارو تر منځ دفاصلو کمولو هڅه هم کوي.

نوموړي زیاته کړې ده پاکستان سیاسي انتقام ته نه بلکې سیاسي استحکام ته اړتیا لري اؤ په پخواني وزیراعظم عمران خان دترهګرۍ مقدمو درج کولو سره دپاکستان بدنامي کیږي.

عمران خان وایي دهغه پرضد حکومت 180 زیاتې مقدمې درج کړي دي چې دا ټولې د دروغو په اساس درج شوي دي اؤ مقصد یې انتخاباتو نه دهغه بهر ساتل دي.

خو حکومت عمران خان فتنه ګر بولي اؤ وایي د نهم مې دپېښو نه وړاندې هغه دخپل ګوند دفعالینو ذهن سازي کړې وه ترڅو دملکي ادارو پرضد یې بغاوت ته ولمسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG