لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جګپوړې امریکایۍ چارواکې: پاکستان د چین سره د تعلقاتو د درلودلو آزادي لري


واشنګټن - د امریکې د قامي سلامتیا د کونسل یوه جګپوړې چارواکې ویلي چې امریکا نه غواړي پاکستان دې ته مجبوره کړي چې د بجېنګ او واشنګټن ترمنځ یو انتخاب کړي.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا په کونسل کې د جنوبي ایشیا د برخې مشرې ایلین لاوباکر وي او اې ته وویل چې واشنګټن غواړي ملګري ملکونه یې دا اختیار ولري چې خپل تعلقات په آزاده توګه انتخاب کړي. یاد کونسل، د امریکې صدر ته د قامي سلامتیا او خارجي پالیسۍ په اړه مشورې ورکوي.

مېرمن لاوباکر چې دا میاشت پاکستان ته تللې وه، د سفر نه وروستو یې په یو لیکلي پیغام کې وي او اې ته وویل: "په دې باندې ټینګار کول اهم دي چې امریکا غواړي زمونږ شریکان وکړی شي خپل د خوښې انتخاب وکړي چې د خارجي جبر ورباندې نه وي."

لاوباکر چې د جولائی د نولسمې نه تر یوویشتمې نېټې پورې یې د پاکستان دوره کوله، هلته یې د پاکستان د حکومت او پوځ له جګپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.

هغې وي او اې ته وویل: "هر ملک د مختلفو شریکانو سره ګټور، معاون او منصفانه تعلقاتو ته ضرورت لري، او پاکستان هم ددې نه مختلف نه دی."

د امریکې او چین ترمنځ زیاتېدونکې سیالي، د اسلام آباد دپاره یو چلېنج جوړ کړی، ځکه امریکا د چین د زیاتېدونکي اثررسوخ د مقابلې دپاره، خپل دفاعي او امنیتي تعلقات د هند سره لا پسې مضبوطه کوي او هند د پاکستان ستر رقیب دی.

د وایټ هاوس چارواکې دا هم وویل چې: "د پاکستان او هندوستان سره زمونږ دوه اړخیز تعلقات، داسې نه دي چې یو یې د بل په قیمت تمام شي."

اسلام آباد چې د هند او امریکې ترمنځ د تعلقاتو وسیع کېدو ته ګوري، نو دا ارمان ورته پیدا شي چې د واشنګټن سره خپل کشیده تعلقات بیرته مرمت کړي، کوم چې افغانستان کې د امریکې د شل کلنې جګړې پر مهال ساړه شول.

پاکستان دا الزامونه ردوي چې ګني په پټه یې د طالبانو ملاتړ کولو او په ښکاره د امریکې ملګری و. خو اوس اسلام آباد او واشنګټن دواړه دا فکرمندي څرګندوي چې هسې نه د طالبانو د واک لاندې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل چارواکې په داسې وخت کې د پاکستان دوره کړې چې په دې وروستو کې د پاکستان او امریکا د جګپوړ چارواکو ترمنځ تماسونه زیات شوي دي. څو ورځې وړاندې د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې وکړې. همدا ډول د امریکا د مرکزي کمانډ یا سېنټکام مشر، جنرل مایکل کورېلا په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ له سرلښکر جنرل عاصم منیر سره ملاقات وکړ.

یاده دې وي چې د پاکستان د مطالبې په بنیاد، امریکا په میلینونه ډالر پاکستان ته ورکړي چې د خپل پولیس ځواکونو دپاره ورباندې وسایل واخلي.

په همدې میاشت کې پاکستان کې د امریکې سفیر، په خیبرپښتونخوا صوبه کې د پولیسو د روزنې یو مرکز چې د اوولس میلینه ډالرو نه زیات ورباندې لګېدلي، پرانېست.

امریکا پخوا پاکستان ته پوځي مرستې هم ورکولې، خو په ۲۰۱۸ کال کې صدر ټرمپ دا مرستې بندې کړلې. اوس ښکاره نه ده چې د بایډن انتظامیه به هغه مرستې بیرته پاکستان ته جاري کړي او که نه.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG