لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دمشق په مضافاتو کې د شیعه ګانو زیارت ته نږدې چاودنه: 6 مړه او په لسهاوو نور زخمیان شوي


واشنګټن - د شام د پایتخت، دمشق په مضافاتو کې، د شیعه ګانو یو زیارت سره څېرمه د عاشورا نه یوه ورځ وړاندې، پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ چاودنه وشوه چې له امله یې لږ تر لږه شپږ تنان مړه او په لسهاوو نور تنان زخمیان شوي دي.

د شام سرکاري رسنیو د داخله وزارت له قوله ویلي چې دا چاودنه په یو ټېکسي ګاډي کې د ځای پرځای شوو بارودو د له امله په سیده زینب سیمه کې شوې ده.

د الاخباریه په نوم سرکاري ټي وي چېنل او د شام خبري ادارې ویلي چې د هغه ملک د صحت وزیر حسن الغباش په پېښه کې د زخمي شوو کسانو له ډلې څخه، شپږویشت (26) تنان یې هسپتال ته رسول شوي دي.

په برطانیه کې د شام په بشري حقونو نظرساتونکې ادارې ویلي چې په پرونۍ چاودنه کې یوه ښځه هم وژلی شوې چې درې ماشومان یې زخمیان دي. ادارې دا هم ویلي چې چاودنه د ایراني ملېشو یو مرکز سره نږدې شوې ده. ایران د شام په خانه جنګۍ کې د صدر بشار الاسد ملاتړي پاته شوي دي.

سږکال د عاشورا ورځې نه مخکې، د دمشق په سیده زینب علاقه کې دا دویمه چاودنه وه. د نهې/سې شنبې په ورځ هم د شام سرکاري رسنیو د یو پولیس چارواکي له قوله خبر ورکړ چې یو موټرسایکل چلوونکي د ځان سره بارودي مواد په هغه سیمه کې وچاودل او دوه عام کسان په کې زخمیان شول.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG