لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: ټي ټي پي ته د قلنګ نه ورکولو په سر د پيپلز ګوند د مشر په کور لاسي بم غورځول شوی


د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د پاکستان پيپلز ګوند د يو ځايي مشر په کور او حجره لاسي بم غورځول شوی دی. د ځايي رسنيو ترمخه ويل شوي د دغه تن نه تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] قلنګ غوښتی وو.

د ځايي رسنيو ترمخه د پيپلز ګوند پير محمد اسلم چې د نوښار په رسالپور کې اوسیږي د زيارت او شورو په منځنۍ شپه کې یې په حجره او کور لاسي بم غورځول شوی، حجرې او کور ته یې تاوان اوښتی خو ځاني زيان یې نه دی اړولی.

ويل شوي نوموړي د سي ټي ډي پوليس سره د پېښې ضد مقدمه درج کړې او ويلي یې دي په لومړۍ جولايۍ ورته د ټي ټي پي لخوا خط ترلاسه شوی او لس ملينه روپۍ قلنګ ترې غوښتل شوی، د نه ورکولو په نتيجه کې یې ورته ګواښ کړی وو.

هغه ويلي، د خط وروسته د افغانستان د نمبرو نه ورته ټيليفون هم شوی او بيا په 21مه او 26مه جولايۍ ورته هم د ګواښ ټيليفونه شوي وو.

د رپورټونو ترمخه سي ټي ډي د پېښې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پېل کړي دي.

ټي ټي پي د قلنګ د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري په نوښار کې د پير اسلم په کور د بمي حملې غندنه کړې ده.

هغه د حملې د پلټنو او پېښه کې د ککړو عناصرو انجام ته رسولو ويلي دي.

د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د پېښور په خوندي ګڼل کېدونکې علاقې حیات اباد کې د يو کارخانه دار په کور د لاسي بمونو بريد شوی، ځاني تاوان پکې نه وو شوی خو څلورو ګاډو او کور ته یې تاوان اوښتی وو.

د رپورټونو ترمخه د کارخانه دار په کور د قلنګ نه ورکولو وروسته لاسي بمونه غورځول شوي وو.

پوليس چارواکو وي او اې ډیوه ته پېښه تاييد کړې خو ويلي يې وو د قلنګ په اړه د وړاندې څخه نه وو خبر کړی شوي د پېښې وروسته ورته معلومه شوې وه چې د دغه تن نه قلنګ غوښتل کېدو.

د يادې پېښې دوه ورځې وروسته د پېښور کارخانه دارو غوښتنه کړې وه قانون نافذونکې ادارې دې د دوی د ځان او مال د ساتنې دپاره ګامونه پورته کړي ځکه دوی د امنيتي وضعې څخه سخت پرېشانه دي او که امنيت ورته برابر نه کړی شو نو کارخانې به بندې کړي او د ملک نورو برخو ته په منتقل کېدو به مجبوره شي.

دکارخانه دارو غونډه شوې او ويلي یې وو، دوی د قلنګ پرچيانو او لاسي بمونو بریدونو، د امنيت د نيشوالي سره مخ کړي او سخت اندېښمن کړي دي.

هغه وخت د پېښور د کېنټ پولیس مشر [اېس پي] وقاص رفيق وي او اې ډیوه ته ويلي وو، "د قلنګ دپاره زيات ټيلیفونو د افغانستان د نمبرو نه راځي، خو دوی ته د زیاترو پېښو اطلاع نه ورکول کيږي".

په لسمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليس مشر شوکت عباس يو خبري کانفرنس کې ويلي وو، د سوات پورې او صوبې په بېلابيلو برخو کې د قلنګ غوښتنو پرضد عمليات کوي، ځينې کسان پکې نيول شوي او د نورو په نيولو کار روان دی.

د جون په لومړۍ اوونۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه په یو خط کې غوښتنه کړې وه مرکزي حکومت دې د دوی په صوبه کې "د ترهګرو د بيا ابادکارۍ" عدالتي پلټنې وکړي.

له دغې وړاندې اېمل ولي تور لګولی وو چې په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف مخکیني ګورنر او وزیرانو د سرکاري خزانې نه قلنګ ورکړی وو خو هغه وخت د تحریک انصاف حکومت د اېمل ولي خان تورونه رد کړي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG