لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا او اسټريليا دفاعي ملګرتيا لوړې کچې ته رسيږي


واشنګټن- اسټريليا به په راتلونکي کې نور امريکايي ځواکونه، نورې الوتکې، نورې سمندري بېړۍ او نورې امريکايي وسلې وويني ځکه دواړه هېوادونه د چارواکو په وينا د دفاعي اتحاد د مظبوطولو په لړ کې غټ ګام پورته کول غواړي.

د خالي/شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د لوړپوړو دفاعي چارواکو او سفارتکارانو ترمنځ اوږدې خبرې وشوې او دواړو خواو د شوو لوظنامو تفصيل ښکاره کړو چې څنګه دفاعي چارې شريکې کړي او اسټريليا ته په امريکايي دفاعي پيداوار کې د شريکېدلو لارې پرانيزي.

د اسټريليا په برېسبېن ښار کې د دواړو هېوادونو د وزيرانو د کچې د خبرو اترو وروستو د اسټريليا د دفاع وزير رچرډ مارلز خبريالانو ته وويل “دا وخت د اسټريليا د امريکا نه بل ښه دوست نشته”.

مارلز وويل د وظنامو د مخه به د اسټريليا په شمالي پوځي مرکزونو کې د امريکا په غټه کچه بدلېدونکې موجودګي وي، د امريکا د بېړو او د امن د وخت سمندري جهازونو اضافي ګزمې به وي او د څار د هوايي الوتکو او په ډېره کچه د امريکايي ايټمي سبميرينز تګ راتګ به تر هغه وخته پورې وي ترڅو اسټريليا وکولی شي د امريکا په مرسته دغه استعداد پخپله تر لاسه کړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو وويل مهمه دا ده چې نوې لوظنامې به اسټريليا ته لاره جوړه کړي چې د امريکا د ميزايلو او وسلو جوړولو پيداوار ته لاس رسی ولري. دا په داسې وخت کې کيږي چې د اوکرين په جنګ کې د غرب د ضروري کمک ذخيرې کمې شوي دي.

مارلز وويل “هيله ده چې د ميزايلو جوړولو عمل په اسټريليا کې په دوه کاله کې شروع شي”.

وړومبۍ توجه به د اسټريليا د ګايډډ راکټ لانچرو په ګڼ اړخيز پيداواري نظام وي. البته امريکايي چارواکو ويلي واشنګټن غواړي د اسټريليا په 155 اېم اېم توپخانې د ګوله بارود جوړولو په پيداوار کې مرسته وکړي کوم چې د اوکرين په جنګ کې وځلېدل.

د امريکا د دفاع وزير لوېډ اسټېن چې د وزير خارجه انتوني بلېنکن او نورو چارواکو سره په خبرو اترو کې شريک و خبريالانو ته وويل “دا ګامونه به زمونږ استعداد نور ډېر کړي چې په سيمه کې شخړو ته ځواب ووايو. دا د اسټريليا د دفاع د صنعت بنيادي نقطه او غټ ګام دی”.

يو بل امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبريالانو ته وويل “زه ګڼم مونږ په دې پوهه يو چې نه يواځې د امريکا دفاعي بنياد مظبوط کړو بلکې د خپلو ملګرو اتحاديانو نظامونه هم توانمن کړو. مونږ وينو د وړاندې تلو د پاره دا يو غټ ګام دی”.

مارلز وويل سره د دې چې ځيني امريکايي قانون سازان يې مخالفت کوي خو مونږ به وتوانېږو د امريکا نه درې ايټمي سبميرين ترلاسه کړو.

په دې موقع د امريکا وزير خارجه بلېنکن وويل دا د دواړو هېوادونو د پاره مهمه ده چې دا توان ولرو په سيمه کې څنګه چين په شا وتمبوو چې هېوادونه په ازادۍ سره وکړی شي د هر چا سره خپل مل ټل جوړ کړي.

بلېنکن وايي “مونږ تر څه حده د چين سره لګيا يو او د هغه د دې کوښښ مخالفت کوو چې غواړي په سويلي او ختيځ چينايي سمندر کې د جهازونو په ازادۍ تګ رتګ ګډ وډ کړي. دا په ځای ساتلو له ضروري ده چې د تايوان د تنګې سمندري لار حفاظت وکړو د کومې لارې چې چين غواړي نور هېوادونه د اقتصادي فشار لاندې راوړي او خلکو ته ګواښ جوړ شي”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG