لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ افغانستان روانه میاشت د کرکټ د یو ورځنېو سیالیو لړۍ لوبوي


د پاکستان اؤ افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې به د روان اګست په میاشت کې د یو ورځني کرکټ د سیالیو لړۍ لوبوي چې اؤ دواړو هیوادونو ددغه سیالیو نیټو ته غوڅ شکل ورکړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د خپور شوي بیان له مخې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د یو ورځني کرکټ دسیالیو دا لړۍ به د22م اګست نه پیل کیږي اؤ تر 26م اګست به دوام کوي.

ټاکل شوې ده دا لوبې به سریلنکا کې کیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ دبیان له مخې دافغانستان کرکټ بورډ هم ددې یو ورځینو سیالیو د لړۍ پخلی کړی.

د لړۍ وړومبۍ سیالي به په 22م اګست په د سریلنکا په همبنټوټا اسټيډیم کې کیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دویمه سیالي به هم په 24م اګست په همبنټوټا کې ترسره شي.

خو د 26م اګست دریمه اؤ وروستۍ سیالي به بیا په کولمبو کې کولی شي.

پي سي بي ویلي دغو سیالیو کې دبرخې اخستو لپاره به دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله په 17م اګست سریلنکا ته رسیږي اؤ په 19,20 اؤ 21م اګست به پریکټس کوي.

پاکستان اؤ افغانستان تر اوسه د یو ورځینو کرکټ سیالیو څلور لړۍ لوبولي دي چې هغه ټولې پاکستان ګټلې دي.

د دواړو هیوادونو لوبډلو په وروستي ځل یوه ورځنۍ سیالي په آی سي سي مینز کرکټ نړیوال کپ کې دیو بل پرضد کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG