واشنګټن - د اسلامي تعاون تنظیم (او آی سي) د ګل/دوشنبې په ورځ پخپلو غړو ملکونو غږ وکړ چې د هغو ملکونو په خلاف، کوم چې په عام منظر کې د قرآن پاک سوځولو ته اجازت ورکوي، اقدام وکړي، په شمول د دې چې له هغو نه دې خپل سفارتکاران بېرته راوغواړي.
په دې وروستو کې په سویډن او ډنمارک هېوادونو کې انتظامیو احتجاج کوونکو ته اجازت ورکړ چې قرآن پاک ته اور ورپورې کړي او سپکاوی یې وکړي. د دې پېښو په غبرګون کې، او آی سي، چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی، د اسلامي ملکونو د خارجه وزیرانو په کچه یوه فوري آنلاین غونډه جوړه کړله او د هغې په ختمېدو سره یې بیان جاري کړ.
په جاري شوي بیان کې، د اسلامي تعاون تنظیم ویلي، د دې تنظیم 57 غړي هېوادونو ته په کار ده چې د سویډن، ډنمارک او نورو هغو ملکونو سره چې د قرآن د سپکاوي احتجاجونو ته اجازت ورکوي، "پخپلو تعلقاتو کې هر ډول ضروري فېصلې او اقدامات چې دوی یې مناسب ګڼي، د غور لاندې ونیسي"، په شمول د دې چې خپل سفارتکاران د هغو ملکونو نه راوباسي.
د او آی سي په بیان کې د غړو هېوادونو د سېول سوسایټي تنظیمونو باندې هم ټینګار شوی چې په هغو ملکونو کې کوم چې د قرآن سپکاوی په کې شوی، د خپلو شریکو یا ملګرو تنظیمونو سره په دې کار وکړي چې دا قضیې ځایي عدالتونو ته ورسوي، او د هغه نه پس دې که ممکنه وه، نو نړېوالو عدالتونو ته هم دا خبره ورسوي.
او آی سي همدا راز د اسلاموفوبیا سره د مقابلې دپاره د لا زیاتو کوششونو غوښتنه کړې او کویټ یې په دې ستایلی چې په سویډن کې د قرآن د خورولو دپاره په سویډني ژبه د قرآن پاک د یو لاک نسخو د چاپ تکل یې کړی دی.
د اسلامي تعاون د تنظیم په بیان کې اکثره خبرې د عراق د خارجه وزیر، فؤاد حسین د سپارښتنو په شان وې. فؤاد حسین د ملګرو ملتونو نه غوښتي چې د قرآن د سپکاوي د تکرار مخنیوي دپاره دې ګامونه اوچت کړي.
د او آی سي د دې آنلاین جلسې نه وړاندې، دوه تنان چې پخوا یې هم په سویډن کې قرآن پاک سوځولی و، یو ځل بیا یو قرآن پاک ته اور ورته کړ. په دې مهال، شاوخوا شل تنان د دې عمل په خلاف هلته کې مظاهره هم وکړه.
په سویډن او ډنمارک کې د مذهب د سپکاوي په اړه هېڅ کوم قانون نشته، او د آزادي رآی خیال ډېر زیات ساتلی کیږي.
مګر د قرآن پاک د سوځولو وروستیو پېښو په مسلمانو ملکونو کې قهرجنې مظاهرې او غبرګونونه راوپارول، تر دې چې د سویډن او ډنمارک چارواکي اوس په دې غور کوي چې په عام منظر کې د مقدسو کتابونو یا مذهبي سېمبولونو سپکاوي باندې پابندي ولګوي او که نه.
د ډنمارک خارجه وزیر لارس لوک راسموسن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ډي آر رسنۍ سره خبرو کې وویل چې حکومت د داسې "قانوني آلې" په لټون کې دی چې د دغسې پاروونکو ګامونو مخه ونیسي، البته بغیر د دې چې آزادي رای محدوده کړی شي.
په سویډن کې، وزیراعظم اولف کرېسټرسن د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپل انسټاګرام باندې وویل چې حکومت یې د قرآن او نورو مقدسو کتابونو د سپکاوي په تعلق سره د قضیو قانوني حالات تجزیه کوي.
د ګل/دوشنبې ورځې د آنلاین غونډې نه وړاندې، او آی سي په دې تنظیم کې د سویډن د ځانګړي استازي حیثیت، د قرآن سوځولو د پېښو پر سر ورختم کړ.
د سویډن خارجه وزیر ټوبیاس بېلسټروم په یو بیان کې ویلي چې هغه په دې وروستو ورځو کې په او آی سي کې د شاملو ملکونو خارجه وزیرانو سره خبرې کړي او ورته یې په سویډن کې د آزادي رآی په حالاتو وضاحت ورکړی او ورته یې ویلي چې په هغه ملک کې پولیس، مظاهرو ته د اجازت په برخه کې، ځانله آزادې فیصلې کوي.
بېلسټروم زیاته کړې ده: "حکومت په دې کې ډېر واضحه دی چې په سویډن کې د افرادو له خوا په مظاهرو کې د اسلاموفوبیا عملونو سره اتفاق نلري."
د ډنمارک خارجه وزیر هم ویلي چې د هغوی حکومت قرآن پاک ته "توهین غندلی او مذمت یې کړی دی."
Forum