لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: چاودنه او ډزو کې د یو ترهګر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي


پولیس وایي دبلوچستان په سر ښار کوټه کې د بمي چاودنه اؤ د دوؤ ډلو ترمنځ نښته کې د یو ترهګر په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي د کوټې په اسپني روډ په یو شکمن ترهګر دهغه خپل بارودي مواد چاودیدلي دي چې پکې هغه پخپله وژل شوی دی.

خو پولیسو واضحه کړې ده چې د چاودنې دځای څخه کوم خودکش جیکټ یا دهغې پاتې شونې نه دي ترلاسه شوي.

پولیسو خپل بیان کې ویلي چې مبینه ترهګر د ورانکارۍ په غرض چاودیدونکي مواد وړل خو د اسپني روډ سره پرې دغه مواد چاودیدلي اؤ هغه پکې پخپله وژل شوی دی.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي د کوټې په سریاب روډ د دوؤ ډلو ترمنځ د ډزو پېښه رامنځته شوې چې پکې درې کسان وژل شوي دي.

رسنیو ویلي دغو ډزو کې دبلوچستان دپخواني وزیر اعلا اسلم ریساني وراره هارون ریساني،براهمداغ لهړي اؤ دلیویز یو عسکر وژل شوي اؤ ددې ترڅنګ درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

پولیس وایي نواب زاده هارون ریساني دبلوچستان د هاکۍ دسازمان صدر هم ؤو.

پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي اؤ زر به دې پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راکش کړي.

دبلوچستان وزیراعلي میر عبدالقدوس بزنجو خپل یو بیان کې دبلوچستان دپخواني وزیراعلان د وراره هارون ریساني، براهمداغ لهړي اؤ لیويز عسکر په وژنه خفګان ښکاره کړی اؤ دصوبې دپولیسو مشر نه یې ددې پېښې رپورټ غوښتی دی.

تر دې پېښې وړاندې هم د24ؤ ساعتو په مهال په کوټه کې بیلابیلو پېښو کې درې پولیس وژل شوي وؤ چې ذمه وارۍ یې تحریک طالبان پاکستان اؤ دلشکر جهنګوي په نوم یوې افراطي وسله والې ډلې منلې وې

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG