لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دا رد کړې چې د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري


واشنګټن – د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین وویل، چې پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د امنیتي حالاتو په اړه د افغانستان پر خلاف بې بنسټه تورونه لګوي.

زبیح الله مجاهد په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې په دې په پښتو، دري، انګلیسي او حتی اردو ژبو ټویټونو کې ویلي، "اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم هېواد پرضد کار واخلي."

اریانا نیوز لیکلي، چې د طالبانو دا غبرګون وروسته له هاغې څرګندېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ممکت حنا رباني کهر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې اسلام اباد د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو د ښکېلتیا په اړه شواهد لري او دا شواهد یې له طالبانو سره شریک کړي دي.

مجاهد وویل، "که په دې اړه کومه اندېښنه موجوده وي نو دا باید په رسنیو کې د بې بنسټه تورونو او د عامه زهنیت د خرابولو پر ځای له اسلامي امارت سره مخامخ شریکه کړل شي."

هغه زیاته کړه، "داسې څرګندونې د یوه هېواد په ګټه هم نه دي."

کهر همدارنګه د ورځې په سر کې ویلي وو چې اسلام اباد نه غواړي له تحریک طالبان پاکستان سره چې په پاکستان کې د اکثرو ترهګریزو بریدونو کې مسول ګڼل کېږي مذاکرات وکړي.

هغې وویل، د سولې خبرې هغه وخت کېدای شي کله چې سولې ته هیله موجوده وي.

اریانا نیوز وړاندې لیکي، چې کهر همدارنګه ویلي، چې افغانانو ته به اجازه ور نه کړل شي چې له وېزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته واوړي او دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کټاره مهمه ده.

کهر زیاته کړه، له ټولو افغانانو څخه چې دغه هېواد ته داخلېږي بایومېټریک هم اخېستل کېږي.

کهر وویل، چې پاکستان په تېرو وختونو کې له ټي ټي پي سره د سولې خبرې کړې دي خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

له دې مخکې، د پاکستان خارجه دفتر ادعا کړې وه چې تېره میاشت د بلوچستان د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي ترهګریز برید کې د ککړو ترهګرو پېژندګلو د افغانستان د وګړو په توګه شوې ده.

د پاکستان خارجه دفتر د چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي د ږوپ په پوځي چاوڼۍ شوي برید کې د دریو افغان وګړو د ککړتیا پخلی شوی او ویلي یې دي چې د دغو ترهګرو تعلق د افغانستان قندهار ولایت سره دی.

د پاکستان دولتي رسنۍ ای پي پي وایي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته د امنیتي چارواکو لخوا ویل شوي چې پاکستان کې په کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري.

وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت غږ کړی دی چې د کوم بل هیواد پرضد د خپلې خاورې د کارول کیدو مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ چیرمین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وایي، پاکستان کې چې کوم ورانی شوی دا د افغان کډوالو له وجې نه دی شوی بلکې دا د پاکستان د ریاست د هغو پالیسیو نتیجه ده د کومو پالیسیو لاندې چې به دوی د جګړو ټیکې اخستې .

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري په ګډون یو شمېر پاکستاني چارواکو څو ځله دا ګواښ هم کړی که چېرې طالبان د ټي ټي پي په څېر ترهګرو پرضد ګام پورته نه کړي نو هغوې د افغانستان دننه هم ترهګر په نخښه کولای شي.

خو د پاکستان د حکومت مخالفه ګوند پي ټي ایي مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان د هیواد د خارجه وزیر بلاول بوټو په دغه بیان سخت غبرګون ښودلی.

د چهارشنبې په ماسخوتن پخپله یوه ویډيو کې عمران خان د بلاول بوټو زرداري دا بیان له سیاسي‌ پوهې بهر بللی او بلاول بوټو ته یې وریاده کړې ده چې افغانستان خپل یو تاریخ لري.

عمران خان د پاکستان موجوده حکومت تورن کړی چې افغانستان سره د ځان په ګټه د غوره اړیکو موقعه یې پخپله له لاسه ورکړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG